غزني: د جګړې ښکيلې غاړې یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۱)
د غزني ولايت د رسنيو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې يې طالبانو ته درانه تلفات اړولي خو طالبان بيا وايي چې له شلو زيات عسکر وژل شوي او نهه يې ژوندي نيولي.
د غزني د رسنيو دفتر خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو غوښتل د يادې ولسوالۍ مربوط په عبدالله ګل او ليوني بازار سيمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې د عسکر له کمين سره مخ شوي او په ترڅ کې يې څلورويشت طالبان وژل شوي.
خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد بيا عسکرو ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا کوي په خبره يې طالبانو په یاده سيمه کې په دولتي قرارګاو چاپه اچولې، په ترڅ کې يې پنځه ويشت عسکر وژل شوي، نهه عسکر طالبانو ژوندي نيولي دي.
د مجاهد په وينا، د جګړې په پايله کې یو ټانګ، یو رینجر موټر او په زياته اندازه سپکه او درنه وسله او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي چې په خبره يې په دې اړه به نور جزيات وروسته رسنيو سره شريک کړي.



