(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۳)
عيني شاهدان وايي، چاودنه د کابل دارالأمان پر سړک د اداري اصلاحاتو د کمېسيون د مامورينو پر يوه کاسټر موټر شوې ده.
د روغتيا وزارت وايي، د پيښې له ځايه یو جسد او نهه ټپيان وروړل شوي دي.
د چاودنې نوعیت لا نهدی معلوم.
دا په نږدې دوه اوونيو کې څو یمه چاودنه ده چې په کابل ښار کې د بیلابيلو ادارو پر مامورينو ترسره کيږي.


















