طالبان: پروان کې مو امریکایي بې پیلوټه الوتکه راغورځول
کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۶غبرګولي، ۱۳۹۸)
د طالبانو په رسمي ویب پاڼه کې خبر خپور شوی چې په پروان ولایت کې یې یوه بې پیلوټه الوتکه راغورزورلې ده.
په خبر کې ادعا شوې چې یاده الوتکه د بګرام او کوه صافي ترمنځ پرته”ترکۍ”سیمه کې رالوېدلې او په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.
په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه له رسنیو سره کوم معلومات نه دي شریک کړي.
د یادونې وړ ده چې د اختر په دریو ورځو کې دا دوهمه پیښه ده چې د طالبانو له لوري بهرنیو ځواکونو ته ورپیښیږي.
تر دې وړاندې د اختر په لومړۍ ورځ بګرام هوایي اډه تر توغندیز بریدونو لاندې راغلې وه.
د اختر په دریو ورځو کې د طالبانو له لوري نااعلان شوی اوربند شوی او په دې دریو ورځو کې د طالبانو له ادرسه هېڅ کوم داسې خبر نه دی خپور شوی چې په هغه کې په افغان امنیتي ځواکونو د برید خبر ورکړل شوی وي.
















