کابل ټکی کام۲۴مرغومې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
سیمه ییزو دولتي چارواکو خبر ورکړی دی چې تېره شپه ۹بجې د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ او د ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی.
دوی وايي چې امنیتي ځواکونو د طالبانو دغه برید په شاه تمبولی دی.
د دوی له قوله چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې یو نیم ساعت وخت ونیوو، چې په پایله کې یې طالبان شاتګ ته مجبور کړل.
د یادې ولسوالۍ ولسوال وايي چې د طالبانو په یاد برید کې یې جنګیالیو ته هیڅ کوم ځاني زیان نه دی اوښتی، خو دی مني چې د امنیې قومندانۍ او د ولسوالۍ ودانیو ته یې زیان اوښتی دی.
دی زیاتوي چې په یاده نښته کې ۳تنه طالبان ټپیان شوي دي.
طالبانو له خپلې رسمي خبر پاڼې څخه د یادې ولسوالۍ د برید په اړه څه نه دي ویلي خو سیمه ییزو طالبانو پر یاده ولسوالۍ برید تأیید کړی دی، خو دوی هم امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.


















