پاکستان:په جلال اباد کې پر قونسلګرۍ د داعش وسلوالې ډلې بريد وغانده

کابل ټکی کام  (پنجشنبه، مرغومی ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان حکومت جلال اباد کې پرخپلې کونسلګرۍ باندې د داعش  وسلوالو بريد په کلکو ټکو غندلى او له افغان ګډ حکومته يې په دې اړه د تحقيقات غوښتني کړې ده.

دغه بريد چې د داعش وسله والو د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان پر کونسلګرۍ ترسره کړ  پایله کې ۷ افغان پولیس مړه او تر ۱۵ پورې يې ژوبل شول.

د دغه برید په اړه چې مسؤلیت يې د داعش وسلوالې ډلې اخیستی، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت یوې خبر پاڼې په ترڅ کې بريد په کلکه غندلى او له افغان حکومته يې په جدي ډول غوښتنه کړې، چې په دې اړه دې تحقیقات وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر پانه زیاتوي، “موږ په ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار کې د پاکستان پر کونسلګرۍ بريد سخت محکومو او له افغان دولت نه غواړو، چې د پېښې تحقيقات دې وکړي، او اصلي مجرمین دي معلوم او په جزا دي ورسوي او خپل تحقیقات دې د هغه تړون له مخې مونږ سره شریک کړي کوم چې د دواړو هېوادونو  ترمنځ شوی وه.”

پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي سره له دې چې په دغه بريد کې په لسګونه کسان مړه او ژوبل دي خو ددوي د کونسلګرۍ ډيپلوماتان خوندي دي، يواځې يو تن د د شيشې په لګېدلو سره سرسرې ژوبل شوی.

دغه راز  پاکستان له افغان حکومته غوښتي، چې په دې هېواد کې دې د پاکستاني ډيپلوماتانو خونديتوب مهم وګني.

10350619_212879645719276_5958513429567757329_n
د یادونې ده چې ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د پاکستان په کونسګرۍ د برید پړه د داعش وسلوالې ډلې په ځان ومنله .

بلې خوا بیا د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او د افغانستان ګډ دولت لومړي مشر اشرف غنې دواړو تلیفوني خبرې کړي او د ننګرهار برید په هکله يې ویلي دي، چې ترهګر د دواړو هېوادونو ګډ دښمنان دي او په ګډه به یې مخه نیسو .

د پاکستان لومړي وزير له دفتر ه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي، چې افغان ولسمشر په جلال اباد کې د پاکستان پر کونسلګرۍ د بريد په هکله نواز شریف ته د تلفون له لارې معلومات ورکړل.

خبر پاڼه وايي  د افغان دولت لومړي مشر غني ته ښاغلي نواز شریف ډاډ ورکړ، چې د پاکستان  ډيپلوماټيکو ودانیو دې په بشپړ ډول ساتنه کوي .

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف افغان ولسمشر غني ته شاباسی ورکړ، او د وژل شو او ژوبلو پولیسو په اړه يې خواشیني څرګنده کړه.

او ژمنه يې وکړه چې د ترهګرو په وړاندې به په ګډه عملیات کوي او له منځه به يې وړي .

د یادونې ده چې ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د پاکستان په کونسګرۍ د برید پړه د داعش وسلوالۍ ډلې په ځان ومنله .

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button