(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۹)
د راپورونو له مخې، په سوريه کې د حکومتي او مخالفو وسله والو ځواکونو تر منځ نښتو يو ځل بيا زور اخيستی او په تيرو دوو ورځو کې له يونيم سل څخه زيات کسان وژل شوي دي.
په لندن کې د سولې د بشري حقونو د څار ډلې په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې پرون د شنبې په ورځ وسله والو په حما ولايت کې پر حکومتي ځواکونو بريدونه او چاودنې کړي چې په ترڅ کې يې ۳۷ عسکر او ۲۸ وسله وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په تازه نښتو او حکومتي او روسي متحدانو په بمباريو کې په تيرو دوو ورځو کې ۱۶۸ کسان وژل شوي دي.
بمبارۍ د سوريې په حما او ادليب ولايتونو کې ترسره شوي دي.
د سوريې ولسمشر بشارالاسد د روان کال په اپريل مياشت کې د روسيې د هوايي ځواکونو په مرسته په حما او ادليب ولايتونو کې د وسله والو پرضد عمليات پيل کړل چې د فعالانو په وينا تر دې دمه پکې زرګنه خلک بې کوره شوي او د ۳۵۰ په شاوخوا کې ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.
















