هلمند: په يوه پېښه کې شپږ تنه مړه شوي؛ شپږ ژوبل دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۹)

د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې یو موټر نهر ته لويدلی چې د ميرمنو او کوچنيانو په شمول پکې دولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پېښه نن سهار د یادې ولسوالۍ مربوط د اپاشک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ګرشک ولسوال مولاداد توبګار وايي، له یوه واده څخه سپرلۍ خپل کور ته روانې وې چې مازدا ډوله موټر يې د بغرا نهر ته ولويد او یاده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د مولاداد په وينا، په مړو کې موټر چلوونکی او پنځه تنه ښځې او کوچنيان مړه شوي دي.

پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

افغانستان کې ډيره ترافيکي او ورته ډول پيښې د موټروانانو د بې احتياطۍ او د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کيږي چې خلک پکې ژوند له لاسه ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button