د کار او ټولنيزو چارو وزارت: دوه ميليونه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۲)

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، چې لا هم په افغانستان کې دوه ميليونه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، چې افغان ماشومان د خپلو کورنيو سره د مالي مرستې برابرولو لپاره سختو کارونو ته اړ شوي دي.

د دغه وزارت وياند عبدالفتاح احمدزی وايي، تر ټولو زيات په کابل، بدخشان او هلمند ولايتونو کې ماشومان له سختونو کارونو سره مخ دي زياتوي په ټوله کې “شاوخوا یو اعشاريه نهه ميليونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي چې دا لويه شميره ده، افغان حکومت ژمن دی چې د هغوی ژوند او وضعيت ته پاملرنه وکړي”.

دوی وايي د ماشومانو کورنۍ د جګړو، نا امنيو، بې کارۍ او فقر له امله اړ شوي چې په خپلو ماشومانو کارونه وکړي او ځان ته نفقه پيدا کړي.

نن د ميلادي کال د جون دولسمه د ماشومانو د کار مخنيوي نړيواله ورځ ده.

یاد وزارت وايي، په افغانستان کې د پنځلس ميليونه په شاوخوا کې ماشومان ژوند کوي چې د ټول نفوس نږدې نيمايي برخه تشکيلوي.

د افغانستان د اساسي قانون په ۴۹ ماده کې پر ماشومانو د کارکول منع شوي خو بيا هم د هېواد ۱.۲ ميليونه ماشومان په سختو او درنو کارونو کې مشغول دي.

که څه هم امريکا او نورو بهرنيو متحدانو يې افغانستان کې سلګونه ميليارده ډالره د بيلابيلو ستونزو د حل په نوم لګولي خو په دغه هيواد کې د امریکا جګړې دوامداره ساتلو فقر، نا امني او بې کاري زياته کړې چې لا هم ميليونونه ماشومان په شاقه او درندو کارونو بوخت دي او له تيرو اتلسو کلونو راهيسې د دغه ستونزې د اساسي حل لپاره کار نه دی شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button