خلیلزاد له افغان سياستوالو سره د بین الافغاني خبرو د پيل په څرنګوالي خبرې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۲)

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی له افغان سياستوالو سره د بين الافغاني خبرو د پيل په څرنګوالي خبرې کړي.

خليلزاد پرون د سې شنبې په ورځ په بلخ کې د جمعيت ګوند له اجرائيه مشر عطانور، د وحدت ګوند مشر محمد محقق او نورو سياستوالو سره کتلي دي.

محقق وايي، په دغه کتنه کې د طالبانو او امريکا د سولې خبرو په څرنګوالي سربيره، د افغان سولې په اړه د نړيوالې اجماع په رامنځته کيدو، په ولسمشريزو ټاکنو په ترسره کيدو هم خبرې شوي.

محقق په دوحه کې د بين الافغاني خبرو د ژر پيليدو خبر ورکړی دی.

دغه راز عطانور هم رسنيو ته په ليږلي پيغام کې هيله څرګنده کړې چې د سولې د بين الافغاني خبرو بهير مخکې له ولسمشريزو ټاکنو ترسره شي.

څه موده مخکې د قطر په مرکز دوحه کې د افغان سياستوالو او طالبانو تر منځ غونډه بلل شوې وه خو یاده غونډه د ګډ حکومت له خوا د بيلابیلو ستونزو له امله ترسره نه شوه.

خو وروسته په مسکو کې د طالبانو او افغان سياستوالو تر منځ غونډه وشوه او د دوحې غونډې د ترسره کيدو پر څرنګوالي هم پکې بحث وشو.

د مسکو په غونډه کې طالبان، افغان سياستوالو او د ګوندونو استازي په یوه خوله په دې متفق و چې بايد ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

امريکا له تیرو څو میاشتو راهيسې له طالبانو سره له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو او دا چې افغان خاوره به د بل هيواد پرضد نه کارول کيږي، خبرې پيل کړي.

تمه ده، چې د طالبانو او امريکايانو تر منځ په نږدې ورځو کې اووم پړاو مذاکرات پيل او د يادو دواړو خبرو پرسر پريکړه وشي.

ناټو ويلي، له امريکايانو سره په ګډه افغانستان ته راغلي او په ګډه به له دغه هيواده ووځي.

مربوطه مطالب

Back to top button