د وایرسونو ډک کمپیوټر په ۱۳ لکه ډالر وپلورل شو

تاسې به لیدلي وي کله د کمپیوټر د وایروس نوم اخلو ذهن مو خفه کیږي، دکمپیوټر ورو والي راپه زړه کیږي مطلب کله مو چې کمپیوټر وایروس وهلي وي ډیر ورو وي، هر پاڼه په تیزئ نه راوړي خو له دغو وایرسونو ډک يو کمپیوټر په زرګونو ډالرو وپلورل شوو.
تازه د یوه چینايي فنکار په لاس جوړ شوی کمپیوټر چې تر ټولو خطرناک بلل کیده په یو اشاریه درې میلونه ډالره پلورل شوي ده.
پر ګډوډي ټینګار په نوم دا لپټاپ کمپیوټر په ۲۰۰۸ مېلادي کال کې د سمسونګ کمپنۍ له لوري جوړ شوی دی چې پکې د نړۍ شپږ خطرناک وایروسونه پراته دي.
په دې کمپیوټر کې وينډوز ايکسپي انسټال دی، خو د نړۍ شپږو ویرونکو او پیاوړیو وایروسو لکه؛ ایلفیو، مایې ډوم، سو بېګ، وانا کرایې، ډارک ټیکیوالا او بليک انرژې اغېزمن کړی دی.
یاده دې وي چې دا وایروسونه د نړۍ تر ټولو خطرناک ثابت شوي او تر دې دمه یې خلکو ته ۹۵ ميلیونه ډالره زیان ور اړولی دی، له دې وایروسونو ډک دا لپټاپ یو نامالوم کس په انلاین بڼه په ۱۳ لکه ډالره پېرلی دی.



