طالبان وايي، بلخ کې يې ۳۰ کلي او دوه قرارګاوې نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۲) 

طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د بلخ ولايت په خاص بلخ، دولت اباد، او نهر شاهي ولسواليو کې يې تصفيوي عمليات کړي او له دولتي ځواکونو يې لسګونه کلي او دوه قرارګاوې نيولي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات پرون ماذیګر پيل او تر ناوخته يې دوام وکړ چې په ترڅ کې يې د دولت پلوو وسله والو څخه د دولت اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دهشتان، سورخکنبد، دراباد، شنگلاباد، هاشم اباد، شيخ اباد، پای مشهد په نومونو ۷ کلي او د اربکيانو دوه قرارګاوې نيولي او اربکيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز طالبان وايي، په نهر شاهي ولسوالۍ کې د شهرک ترکمني، بلوچان، کمپرک، هوتقول، نوارد کمپرک، تکه ترکمن په نومونو ۶ کلي تر خپل واک لاندې راوستي، درې اربکيان وژل شوي، دوه ټپيان دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې په خاص بلخ ولسوالۍ کې هم د ديوالي، برمزيد، اصفهان، توخي، نیازیان، کولامبو، بهاؤالدین، ارغون، حسین خیل، ماشک، قیصرخیل، پلاس پوش، بوریاباپ، غلام جان، هیوادو، پنجاب جریب، د بي بي، چقش او دولت زیو په نومونو د نوولس کليو د نيولو خبر ورکړل شوی دی.

طالبانو د الفتح عملياتو له پيل راهيسې خپل پوځي عمليات زيات کړي او د هيواد په بيلابيلوولايتونو کې يې تر پخوا زياتې سيمې تر خپل حاکميت لاندې راوستي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button