تخار: طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ نيولې؛ پر څو نورو يې بريدونه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۲)

د راپورونو له مخې، تيره شپه طالبانو د تخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ نيولې او پر څو نورو ولسواليو يې هم بريدونه کړي دي.

د تخار د پوليسو وياند خليل اسير هم پر خواجه غار د طالبانو بریدونه تاييدوي خو په وينا يې چې د طالبانو بريدونه د پوليسو له مقاومت سره مخ شوي دي.

د اسير په وينا، کومکي ځواکونه سیمې ته رسيدلي او نښتې لا هم دوام لري.

تر اوسه په يادو نښتو کې د تلفاتو کره شمير نه دی په ډاګه شوی خو د دغه ولايت د پوليسو وياند وايي، چې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له بله پلوه طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرباڼه ويلي، چې تيره شپه يې د خواجه غار په شمول په څو ولسواليو بريدونه کړي چې په وينا يې د خواجه غار ولسوالۍ يې په بشپړه توګه نيولې ده او د بهارک، دښت قلعه د نمک آب ولسواليو کې يې پرمختګ کړی دی.

طالبان وايي، په یادو بريدونو کې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی یو شمير وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

ځايي سرچينې وايي، طالبانو تيره شپه یوه بجه د خواجه غار ولسوالۍ مرکز نيولی و خو سهار اووه بجې بيرته ترې وتلي او دا مهال د ښار يوې خوا (درې سرکه کې دولتي عسکر او د ښار بلې خوا زغير بازار کې طالبان دي).

د سيمې خلک وايي، دا مهال د ولسوالۍ مرکز خالي دی او جګړه لا هم دوام لري.

د يادونې ده، چې پرون هم طالبانو د زابل دای چوپان ولسوالۍ ونيوله او په وينا يې پکې اووه ويشت عسکر ووژل شول، لسګونه نور ټپيان او د هغوی وسلې د طالبانو لاسته ورغلې.

مربوطه مطالب

Back to top button