چين ملابرادر او ورسره پلاوي ته د بېجينګ د سفر بلنه ورکړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۲)
د راپورونو له مخې، د چين هيواد د طالبانو د سياسي مرستيال او مرکچي پلاوي مشرتابه ملا عبدالغني برادر ته د بېجينګ د سفر بلنه ورکړې ده.
د ويسا د خبر له مخې، چين له ملابرادر او ورسره پلاوي غوښتي چې هغه هيواد ته سفر وکړي.
په وروستيو کې چين په افغانستان کې د امریکايي جګړې د پای ته رسولو او د سولې هڅې ډيرې کړي دي.
په پام کې وه چې په چين کې د امریکا، روسيې او چین تر منځ درې اړخيزه غونډه ترسره شي او د افغانستان په اړه پکې بحث وشي خو ويل کيږي چې چين له یادې غونډې مخکې د اسلامي امارت سياسي مرستيال ملا برادر او ورسره پلاوي ته بلنه ورکړې ده.
ويل کيږي، چې د ناروي هيواد هم د طالبانو پلاوي ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.
خو تر اوسه د طالبانو د قطر سياسي دفتر او یا د طالبانو کومې رسمي سرچينې په دې اړه څه نه دي ويلي.
په وروستيو کې د يو شمير هيوادونو استازي قطر ته د اسلامي امارت د سياسي مرستيال ملابراد ليدو ته ورغلي و او د افغانستان ستونزې د حل په موخه يې ورسره خبرې کړي دي.
تمه ده چې نږدې ورځو کې به د طالبانو او امريکا اووم پړاو مذاکرات پيل او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو هوکړه لاسیليک شي.



