(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۲)
د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې افغان عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي وايي، بهرنيو ځواکونو تيره شپه د یادې ولسوالۍ په اسماعيل خيل قشلاق سيمه کې د دولتي ځواکونو پوسته بمبار کړې ده.
د سعيدي په وينا په دغه بمبارۍ کې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د تلفاتو په اړه يې کره معلومات ورنکړل.
په دغه بمبارۍ کې يوې سرچينې اريانا نيوز ته د شپږ عسکرو د وژل کيدو خبر ورکړی دی.
خو د پيښې ځای ته نږدې سرچينې وايي، په بمبار کې له لسو زيات عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم په یاده سيمه کې په عسکرو د بمبار خبر ورکړی دی.
نوموړي په خپله رسمي ټویټرپاڼه ليکلي، امريکايي الوتکو غوښتل په سيمه کې په سيمه کې په مجاهدينو چاپه ووهي خو په وينا يې عسکر يې بمبار کړي او د ټولي د قومندان په ګډون پکې پنځلس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مجاهد په وينا، په بمبار کې طالبانو ته هيڅ زیان نه دی اوښتی او له یاد بمبار وروسته له سيمې پاتې عسکر هم تښتيدلي دي.
تر اوسه په هيواد کې ميشت بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا لومړی ځل نه دی چې بهرني ځواکونه دولتي عسکر بمباروي بلکې تر دې مخکې يې هم د هيواد په بیلابيلو ولايتونو کې ملي اردو، پوليس، اربکيان او کومانډو عسکر بمبار کړي دي.
دغه راز په وروستيو کې تر ډيره د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي خلک په نښه کيږي خو تر اوسه نه دا چې د ملکيانو په اړه حکومتي چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی بلکې پر عسکرو د بمبارۍ په اړه يې هم بهرنيانو هيڅ د منلو وړ ځواب نه دی ويلی.


















