کابل ټکی کام ( چهارشنبه ، ۲۲ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو دخپلوپسرلنیو عملیاتو په جریان کې دنږدې دوو ورځو په طول کې دیوشمېر ولایاتو په ولسوالیو، اودولتي پوستو بریدونه کړي او ددرنې مرګ ژوبلې ادعا یې کړې.
طالبانو تېره شپه دلوګر مرکز شاوخوا یوشمېر دولتي پوستې تر خپلو سختو بریدونو لاندې راوستي او ډېری دولتي سرتیري یې وژلي، ټپیان کړي اونیولي دي.
طالبان زیاتوي چې دابریدونه یې تیره شپه د لوګرمرکز اړوند دمیرابدال غره دسر او دکابل ګردیز په عمومي لاره دتیري کنډو په پوستې او برکي برک ولسوالۍ کې د دوشیخ په پوسته ترسره کړي او دواړه یې ترخپلې ولکې لاندې راوستي.
دطالبانو ویاند ددې برید دپخلي ترڅنګ زیاته کړې چې په نتیجه کې یې ۲۰ عسکروژل شوي، یوشمېرټپیان شوي او یو ژوندی نیول شوی باقي نورتښتیدلي.
مجاهد زیاته کړې چې خورا ډيره وسله او مهمات هم ددوی لاس ته ورغلي.
داپه داسې حال کې ده چې نن سهار دتخار ولایت دخواجه غار ولسوالۍ هم طالبانو ترخپل کنټرول لاندې راوستې، راپورونه وايي چې درې نورې ولسوالۍ لاهم ترکلکې محاصرې لاندې دي.


















