نن پرماشومانو دسخت کار دمخنیوي نړیواله ورځ ده، خودافغانستان څه دپاسه ۲ میلیونه ماشومان په سخت کار اخته دي

کابل ټکی کام ( چهارشنبه ، ۲۲ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه ده چې په ټولو ناخوالو کې په نړیواله سطحه لومړی شمارل کېږي.

نن د جون ۱۲مه پر ماشومانو د سخت کار د مخنيوي نړیواله ورځ ده. لیکن په افغانستان کې دغه ورځ په داسې حالت کې نمانځل کېږي، چې د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت د راپور په اساس، څه باندې دوه ميليونه افغان ماشومان د خپلو کورنيو د اقتصاد چلوونې له پاره په سخت کار بوخت دي او له زدکړو بې برخې دي.

ددې وزارت په وينا، د جگړې او بېوزلۍ له کبله دا کورنۍ اړې دي چې د زده کړو پرځاى پر خپلو ماشومانو کار وکړي او یوه مړۍ ډوډۍ پیداکړي.

د دې وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ میلیونه ماشومان ژوند کوي چې د ټول نفوس نژدې نیمايي برخه جوړوي.

ددې وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وايي، د نورو ولایتونو په پرتله په کابل، بدخشان او هلمند کې ډېر ماشومان په درنو کارونو او پردیو مزدوریو بوخت دي.

یونیسیف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د معلوماتو له مخې افغان ماشومان نه یوازې کار کولو ته اړیستل کیږي بلکې ۳،۷ میلیونه یې له زدکړو هم بې برخې دي.

دې ادارې افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

یوشمېر کتونکي بیا ددې سترې غمیزې عمده لامل دسختو جګړو شتون، اودجګړو له امله رامنځته شوې بې وزلي یادوي.
ددوی په وینا، که بهرني قوتونه له افغانستانه ووځي او یوافغان شموله اسلامي نظام رامنځته شي؛ ددې ټولو ناخوالو دروازې به وتړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button