د زکات مسائل (۸۳ مه برخه) د زکوة په روپيو مړي ته کفن ورکول!!

ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي
پوښتنه : يو کس مړ شو کوم چې بيخي مفلس وه، يوه بل کس کفن ورکړ او نيت يې د زکوة وکړ، دا زکوة اداء شو او که نه؟ دا په داسې حال کې چې دا وخت د زکوة وخت نه وه، زکوة په رمضان کې واجب کيدو او همدغه کس خپل نيت په اينده زکوة کې شمار کړ؟.
ځواب : په دې سره زکوة نه اداء کيږي، نه تير او نه اينده، د زکوة ورکولو لپاره مالک جوړيدل ضروري دي او په مړي کې د مالک جوړيدو اهليت نشته ([1]).
همدا رنګه ليکل شوي :
د زکوة په روپيو تجهيز او تکفين روا نه دي، د ضرورت په وخت کې دا صورت کيدلای شي چې د مړي ولي چې د زکوة مستحق وي نو هغه ته د زکوة له روپيو څخه روپۍ ورکړی شي او هغه بيا په همدغو روپيو باندې تجهيز، تکفين او وغيره وکړي ([2]).
په عام المنفعة کارونو کې د زکوة مصرفول
پوښتنه : په عام المنفعة کارونو کې د زکوة روپيو مصرفول روا دي او که نه؟ لکه د کوهي (څاه) جوړول، کاروان سرائي جوړول او د طالبانو لپاره کمرې (اطاقونه) جوړول؟.
ځواب : په همدغو ځايونو کې د زکوة روپيو مصرفول روا نه دي، که چيرته کوم مستحق ته ورکړی شي او بيا يې هغه له قبض کولو وروسته په خپله خوښه او رضا په همدغو ځايونو کې مصرف کړي نو روا دي ([3]).
د مدرسې چنده غوښتونکو ته زکوة ورکول
پوښتنه : يو شمير خلک په کليو او کوڅو کې ګرځي او د مدرسو لپاره چنده غواړي، هغوی ته د زکوة روپۍ ورکول روا دي او که نه؟.
ځواب : ما ته معلومه نه ده چې دا څه ډول خلک دي، تر څو پورې يې چې تحقيق ونشي نو څه به پکې ووايم؟ ([4]).
د قتل په مقدمه کې د زکوة روپيو مصرفول
پوښتنه : يوه مسلمان يو کس قصداً وژلی دی او په هغه باندې د اعدام حکم شوی، اوس د هغه ورور غواړي چې د زکوة په روپيو هغه له اعدامولو څخه بچ کړي، نو آيا قاتل ته د زکوة روپۍ ورکول روا دي او که نه؟.
ځواب : که چيرته هغه د زکوة مستحق وي او هغه ته د زکوة روپۍ ورکړی شي او هغه د روپيو له قبض کولو وروسته همدغه روپۍ په خپله مقدمه کې مصرف کړي نو زکوة اداء کيږي، که چيرته د زکوة روپۍ هغه ته ورنکړی شي، بلکې برادر (ورور) يې جمع کړي او د هغه په مقدمه کې يې مصرف کړي نو په دې سره زکوة نه اداء کيږي ([5]).
همدا رنګه ليکل شوي :
د زکوة روپۍ دې غريب کس ته ورکړی شي، بيا دې هغه له خپل لوري څخه په مقدمه يا بل کار کې ورکړي نو دا صحي دی، براه راست همدغه روپۍ د کوم غريب په مقدمه مصرف کول، يا يې په تنخوا کې ورکول صحي نه دي ([6]).
په چا چې قرباني واجب وي زکوة اخيستلای شي که نه
پوښتنه : په يوه کس باندې قرباني واجب دی، مګر زکوة پرې واجب نه دی، نو داسې کس ته د زکوة اخيستل روا دي او که نه؟.
ځواب : کوم کس چې د زکوة د نصاب څښتن نه وي، مګر د صدقة الفطر او قرباني د نصاب څښتن وي هغه ته زکوة اخيستل روا نه دي )قال فی الدر فی بيان نصاب صدقة الفطر وبه ای بهذا النصاب تحرم الصدقة کما مر وتجب الضحية آه، ص : ۱۱۷، ج : ۲، قال الشامي قوله تحرم الصدقة ای الواجبة اما النافلة فما يحرم عليه سوالها واذا کان النصاب المذکور مستغرما بحاجته فلا تحرم عليه الصدقة ولايجب به ما بعدها آه، قلت ولکن السوال يفيد فراغ النصاب عن الحاجة لقول السائل انه ممن تجب عليه الاضحية وهی لاتجب الا علی الذي عنده نصاب غير نام فارغ عن الحاجة الاصلية فلا يجوز للسائل ان ياخذ مال الزکوة( ([7]).
سيلاب ځپلو ته زکوة ورکول
پوښتنه : سيلاب ځپلو ته د زکوة په روپيو خوراک پخول او ور ليږل، يا نقدې يا نور سامان ور ليږل روا دي او که نه؟.
ځواب : که چيرته غالب ګمان وي چې همدغه خلک د زکوة مستحق دي، يعنې له هغوی سره د زکوة د مانع کيدو په اندازه نصاب نشته، نو هغوی ته د زکوة ورکول روا دي، په دې شرط چې د همدغو شيانو او روپيو هغوی مالکان جوړ کړی شي، او که چيرته د هغوی په ملک کې ورنکړی شي، بلکې هسې پرې مصرف کړی شي نو زکوة نه اداء کيږي، او که په همدې ډول ډوډۍ پرې وخوړل شي نو زکوة اداء نشو، د مسکين په ملک کې يې ورکول ضروري دي ([8]).
غير مسلم ته د زکوة ورکول
پوښتنه : آيا غير مسلم يعنې عيسائي ښځې کومې چې په کورونو کې کار کوي، د زکوة، خيرات او صدقه مستحق کيدلای شي او که نه؟ ځکه دا خلک هم غريبان دي او په محنت سره په مشکله ګزاره کوي؟.
ځواب : غير مسلم ته زکوة ورکول صحي نه دي، نفلي صدقه ورکول کيدلای شي، مګر په اجرت کې دې نه ورکوي ([9]).
همدا رنګه ليکل شوي :
زکوة او صدقه فطر يوازې مسلمان ته ورکول کيدلای شي، کوم خلک يې چې غير مسلمو ته ورکړي هغوی دې بيا دوباره اداء کړي ([10]).
همدا رنګه ليکل شوي :
غير مسلم ته د زکوة ورکول روا نه دي، صدقه او خيرات ورکول روا دي ([11]).
په صدقه جاريه کې د زکوة روپيو مصرفول
پوښتنه : د زکوة مال په اصل کې د غريبانو او حاجتمندو د مرستې لپاره شريعت مالداران مجبور کړي چې د شريعت په حساب زکوة ورکړي او د هغوی حاجت پوره کړي، اوس پوښتنه دا ده چې په صدقه جاريه کې د زکوة مصرفول روا دي او که نه؟ لکه د ليارې جوړول، د اوبو لپاره د کوهي (څاه) کنستل، د مکتب يا ښونځي او وغيره جوړول؟.
ځواب : د زکوة په اداء کولو کې د مستحق مالک جوړول ضروري دي، له مالک جوړيدو پرته زکوة نه اداء کيږي، په کوهي (څاه)، ليار، مکتب ښونځي کې د مالک جوړيدو صلاحيت نشته، لهذا د همدغو شيانو د جوړولو په ځايونو کې زکوة نه اداء کيږي، البته که چيرته غريب مستحق طالبان مالکان جوړ کړی شي، برابره ده که روپۍ ورکړي، جامې يا بل څه ورکړي نو اداء کيږي، که چيرته غريب مستحق ته د ملک په توګه زکوة ورکړی شي او بيا يې هغه له خپل لوري څخه په همدغو ذکر شويو ځايونو کې مصرف کړي نو صحي دی، براه راست يې په کومه تنخوا يا معاوضه کې ورکول صحي نه دي.
)زکوة هي تمليک مال مخصوص لشخص مخصوص الخ، مراقي الفلاح، ص : ۴۱۴، ولايجوز ان يبنی بالزکوة المسجد، وکذا القناطر والسقايات واصلاح الطرقات وکری الانهار والحج والجهاد وکل ما لاتمليک منه، الخ، فتاوی عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۸۸( ([12]) .
ډاکټر ته په فيس کې زکوة ورکول
پوښتنه : که چيرته يو څوک د کوم ناروغ علاج کوي او د هسپتال بيل او د ډاکټر فيس په هسپتال کې جمع کړي او ناروغ ته يې په ملکيت کې ورنکړي نو آيا په دې سره زکوة اداء کيږي او که نه؟.
ځواب : نه ! که ناروغ مالک جوړ کړی شي نو زکوة اداء کيږي، او که داسې ونشي نو نه اداء کيږي، په دې شرط چې ناروغ مستسحق وي ([13]).
([1]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۶۷، بحواله : الدرالمختار مع ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۳۴۴، باب المصرف.
([2]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۳۰۳، بحواله : ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۶۸.
([3]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۶۸، بحواله : ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۳۴۴، باب المصرف، وکذا في تبيين الحقائق، ج : ۲، ص : ۱۲۰، باب المصرف، وکذا فی المحيط البرهاني، ج : ۲، ص : ۴۳۳، الفصل الثامن من توضع فيه الزکوة.
([4]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۶۶.
([5]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۶۹ – ۵۷۰، بحواله : ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۳۴۴، باب المصرف، وکذا في تبيين الحقائق، ج : ۲، ص : ۱۲۰، باب المصرف، وکذا فی المحيط البرهاني، ج : ۲، ص : ۴۳۳، الفصل الثامن من توضع فيه الزکوة.
([6]) فتاوی محموديه، ج : ۲۲، ص : ۳۲۷، بحواله : الدرالمختار، کتاب الزکوة، باب المصرف، ج : ۲، ص : ۳۴۴ – ۳۴۵، وکذا فی النهر الفائق، کتاب الزکوة، باب المصرف، ج : ۲، ص : ۴۶۲.
([7]) امداد الاحکام، ج : ۲، ص : ۴۹.
([8]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۳۰۴.
([9]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۶۶، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۸۸، کتاب الزکوة الباب السابع فی المصارف.
([10]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۶۷، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۸۸، کتاب الزکوة الباب السابع فی المصارف.
([11]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۶۷، بحواله : هداية، ج : ۱، ص : ۱۸۵، کتاب الزکوة.
([12]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۷۵ – ۵۷۶، بحواله : حاشية الطحطاوي، کتاب الزکوة، ص : ۳۱۷، وکذا فی الفتاوی العالمګيرية، الباب الاول في تفسيرها، ج : ۱، ص : ۱۷۰، وکذا فی النهر الفائق، ج : ۱، ص : ۴۶۲، باب المصرف، وکذا في تبيين الحقائق، ج : ۲، ص : ۱۲۱، الدر المختار، کتاب الزکوة، باب المصرف، ج : ۲، ص : ۳۴۵.
([13]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۶۷، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۸۸، کتاب الزکوة.



