حسن روحاني: په ایران د امریکا بندیزونو هېڅ اثر نه دی کړی

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۲غبرګولي، ۱۳۹۸)
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې په ایران د امریکا بندیزونو او فشارونو هېڅ اثر نه دی کړی.
د روحاني په وینا چې د امریکا له بندیزونو سره سره د ایران حالت ډیر ښه دی خو وایي لا هم ټولې ستونزې حل نه دي.
نوموړی وایي، که امریکا غواړي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لارې خپلو اهدافو ته ورسیږي، ستره اشتباه کوي.
حسن روحاني دا خبرې په داسې حال کې کوي چې تیره ورځ یې د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیده کاته کړي دي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس هم په ایران د امریکا بندیزونه د امریکا اشتباهانه عمل بللی دی.
په دې وروستیو کې ایران د امریکا له سختو اقتصادي او پوځي فشارونو سره مخ دی خو ایران دا بندیزونه بابېزه ګڼي او وایي، دوی به خپل کار ته دوام ورکوي.



