رحمت الله نبيل: ټاکنيز کمېسيونونه د اشرف غني لپاره کار کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۳)

د امنیت او عدالت ټاکنيز ټيم وايي، حکومت د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو اراده نه لري او ټاکنيز کمېسيونونه د اشرف غني لپاره کار کوي.

د ولسمشر نوماند او د دغه ټيم مشر رحمت الله نبيل وايي، ټاکنيز کمېسيونونه د ارګ د لاس آلې ګرځيدلي دي.

نوموړي په یوه اعلاميه کې ويلي، چې اشرف غني د قانون خلاف پريکړې کوي او د عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو شته فرصتونه له منځه وړي.

نبيل ادعا کړې چې د ولسوالانو، وزيرانو، ښاروالانو، امنيه قوماندانانو، د وزارتونو د مرستيالانو او سرپرستانو ګمارل د قانون خلاف او د راتلونکو ټاکنو مهندسۍ لپاره د ولسمشر په ګټه ترسره کيږي.

دغه راز د تدبير او پرمختګ ټاکنيز ټيم مشر فرامرز تمنا هم د ګډ حکومت پر مشرانو نيوکې کړي چې په وينا يې په غير قانوني توګه يې حکومت ته دوام ورکړی دی.

نوموړی  د غبرګولي له لومړۍ نيټې وروسته د اشرف غني او ډاکټر عبدالله په واک کې پاتې کېدل د ډيموکراسۍ او اساسي قانون پر وړاندې کودتا بولي په خبره يې دغه کار بايد نه وای شوی او له یادې نيټې وروسته يې بايد واک سرپرستانو ته سپارلی وای.

مربوطه مطالب

Back to top button