افغانستان د نړۍ لومړی درجه نا امنه هيواد بلل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۳)

په یوه نوې درجه بندۍ کې چې په استراليا کې ترسره شوې افغانستان د نړۍ تر ټولو لومړی درجه نا امنه هيواد بلل شوی دی.

دغه درجه بندي په استراليا کې د اقتصاد او سولې انسټيټوټ هر کال کوي چې سږ ۲۰۱۹ کال پکې افغانستان په لومړۍ درجه کې نا امنه هيواد راغلی دی.

یاد انسټيټوټ د دوی په معيارونو د سولې د وضعيت، نا امنۍ، اقتصادي لګښتونو او د سولې څرنګوالي د معلومولو، د امنيت، کورني او بهرنيو تاوتريخوالي ته کتنه کوي.

تير کال سوريه د نړۍ لومړی درجه نا امنه هيواد و خو سږ کال په لومړۍ درجه کې افغانستان، بيا سوريه، جنوبي سوډان په درېيم او عراق په څلورم نمبر کې راغلي دي.

په یاد راپور کې آيسلنډ تر ټولو امن هيواد بلل شوی دی چې له ۲۰۰۸ کال راهيسې د تر ټولو امنو هيوادونو په سر کې راځي.

راپور کې دا هم ويل شوي چې له تيرو پنځو کلونو راهيسې تر پخوا زيات پر افغان ځواکونو د خپل اولس باور کم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له تيرې يوې لسيزې راهيسې په فساد کې د ښکيلو هيوادونو په لومړيو څلورو شمارو کې ځای نيولی چې کله د فساد له مخې دوهم، کله درېیم او کله هم څلورم راغلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button