پوتین: روسیه دنورو هېوادونو ترڅنګ دافغان کشالې په سوله ییز حل کې مرستې ته چمتوده

کابل ټکی کام ( پنجشنبه ، ۲۳ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
له هغې وروسته چې امریکا او یوشمېر نورو نړیوالو اوسمییزو هېوادونو دافغان قضيې واحد حل سولییز مذاکرات وبلل، او امریکایې مجبوره کړه ترڅو چې دې کار ته عملاً مذاکراتي ټیم وګماري؛ تازه روسیې هم له دغې تګلارې ملاتړ او دمرستې ډاډ ورکړ.
دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، روسیه له نورو هېوادونو په تېره بیا امریکا سره یو ځای د افغان مسئلې په سوله ییز حل کې مرستې ته چمتو ده.
د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، نوموړي د میر په نامه له یوې روسۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، په دوشنبې کې د اسیا په اړه د نړیوالې ناستې پایلو ته هیلې شته چې په خبره یې وبه کولی شي د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کړي.
پوتین دغه راز په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه خپل هېواد ته ګواښ بللي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان سرحدونو ته څېرمه د داعش ډلې شاوخوا پنځه زره جنګیالي ځای پر ځای شوي دي او د سیمې هېوادونه په تېره بیا د روسیې متحدین باید هوښیار اوسي.
همدا راز نوموړي ویلي، د افغان سولې برخه کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي او هیله لري چې په دې برخه کې روانې هڅې به مثبتې پایلې ولري.
پوتین زیاته کړې واضحه ده چې دوی په قطعي شکل د شمالي کوریا او ایران د اټومي فعالیتونو په اړه هم اندېښمن دي.
روسیې تردې وړاندې دافغان سیاسیونو اوطالبانو لپاره دوه ځله دبین الافغاني غونډې کوربه توب وکړ، او همدا راز یې په راتلونکي کې دهر راز همکاري سینه و ډبوله.



