د حمدالله محب ادعاوې په ۷۲ ساعتو کې د ننه!

لیکنه : بدر بتار

ډېر وخت د ګډ حکومت چارواکي په نظامي او امنیتي برخه کې له وسلوالو طالبانو سره په جګړه کې د حیرانوونکو بریاوو ادعا کوي او حیرانوونکې وړاندوینې کوي ، خو وسلوال طالبان چې  رسنۍ یې ځوابیه څرګندونې چندان نه بدرګه کوي ، دغه ادعاوو او وړاندوینو ته د داسې جګړه ئیزو کړنو په مټ ځواب وایي چې دغه ادعاوې او وړاندوینې ناسمې وخیږوي ، د ګډ حکومت د ملي امنیت مشاور حمدالله محب د تیرې دوشنبې په ورځ چې له روانې میاشتې له لسم تاریخ سره سمون خوري له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې ادعا وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا د روانې جګړې بن بست مات شوی دی او که چیرته دا حالت همداسې دوام پیدا کړي په راتلونکو څلورو میاشتو کې به د جنګ بن بست خو څه ، چې د طالبانو ملا به ماته کړي ، خو لا ۷۲ ساعته نه وو تیر شوي چې طالبانو خپل جګړه ئیز توان نندارې ته کښیښوده او د هیواد په لر او بر کې یې د ځای ځای ګڼ شمیر بریدونو تر څنګه یې د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ ته سقوط ورکړ او د تخار ولایت په دریو ولسوالیو ( نمک آب ، بهارک او خواجه غار) یې هم مهاله بریدونه ترسره کړل ، د خواجه غار ولسوالي یې ونیوله او د ګډ حکومت ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکړ او د ملي امینت مشاور حمدالله محب ادعا او وړاندوینه یې سخته وننګوله له دې څخه د مخه د اختر په ورځو کې د طالبانو د نا اعلان شوي اوربند په پایله کې د طالبانو بریدونه صفر ته راټیټ شول ، د بریدونو د کچې راښکته کیدل د ګډ حکومت د دفاع وزارت ویاند د خپلو امنیتي درجه یک احضاراتو پایله وګڼله خو د اختر په څلورمه نیټه  په ټول هیواد کې بیا د جنګ لمبې وې او د بریدونو کچه بیرته خپل ځای ته لوړه شوه ، سره له دې چې ډیرو خلکو دا غوښتنه کوله چې دغه درجه یک امنیتي احضارات د وغځیږي ، تر څو دا څرګنده شي چې د اختر په ورځو کې د طالبانو د بریدونو د کچې صفر ته راښکته کیدل د دوی د نا اعلان شوي اوربند پایله وه او که د ګډ حکومت د درجه یک امنیتي احضاراتو ؟!

بهتره دا ده چې د ګډ حکومت پوځي او امنیتي چارواکي باید داسې ادعاوې او وړاندوینې چې ثابتولای یې نشي ونه کړي او د جګړې د اور تیزولو ته لمن ونه وهي .

مربوطه مطالب

Back to top button