(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۴)
د راپور له مخې، د پکتيکا ولايت په وازيخوا ولسوالۍ کې لسو پوليسو خپلې وسلې پر ځمکه ايښي او طالبانو ته تسليم شوي دي.
دغه پوليس پرون او وړمه ورځ د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمېسيون مسؤولينو ته ځانونه سپارلي دي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې د تسليم شويو پوليسو نومونه او شهرت هم خپور کړی دی.
د تسليم شويو پوليسو نومونه چې د یادې ولسوالۍ له بیلابيلو کليو طالبانو تسليم شوي: محمد بشير ولد سيد محمد، حکيم ولد نواب، امید ولد سيد ولي، عبدالولي ولد سيدولي، عیدګل ولد زرغون، عبدالرازق ولد عبدالحليم، نظرمحمد ولد رازګل، کريم ولد امیر محمد، سردارولي ولد شهزاده، ګل رحمن ولد عبدالرحمن.
خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو پوليسو طالبانو سره کلکه ژمنه کړې چې بيا به د دولت په ليکو کې دنده ونه کړي او خپل عادي ژوند به اختياروي.
د طالبانو د دعوت ارشاد کمېسیون د دولت په ليکو کې په نورو عسکرو غږ کړی چې د جګړې لاره پريږدي او د دغه کمېسيون سره اړيکه کې شي او خپل ازاد ژوند ته راستانه شي.
طالبانو د دولت د نظامي منسوبينو، عسکرو، پوليسو، اربکيانو او چارواکو لپاره د دعوت ارشاد او جلب او جذب په نوم ځانګړی کمېسیون لري چې وخت ناوخت ورسره دولتي منسوبين اړيکي نيسي، خپلې وسلې پر ځمکه ږدي، یا خپل عادي ژوند اختياروي او یا هم طالبانو سره یوځای کيږي.