(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۴)
د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ اړوند په شيوان سيمه کې ګډو ځواکونو بمبار او عمليات کړي چې د ماشومانو په ګډون پکې شپږ ملکيان وژل شوي او خلکو ته يې مالي زيانونه هم اړولي دي.
د شيوان کلي اوسيدونکي وايي، تيره شپه ګډو ځواکونو په ګڼو کورونو کې پلټنې کړي، د يو شمير کورونو دروازې يې په بمونو الوزولي او د عامو خلکو دوکانونه يې هم سوځولي دي.
د سيمې اوسيدونکو په وينا، له چاپې وروسته نن سهار جنګي الوتکو د فراه- هرات پر لويه لاره د عامو خلکو یو موټر په نښه کړی چې شپږ کسان پکې وژل شوي دي.
راپور زياتوي، ملکي خلکو غوښتل چې خپل ناروغان روغتون ته وليږدولي خو د ملي اردو د قرارګاه په دوه سوه مترۍ کې پرې هوايي بريد وشو.
د ځايي خلکو په وينا، په بريد کې د يوه اويا کلن سپين ږيري او دوو ماشومانو په شمول شپږ ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي چې د ټپيان روغتيايي حالت هم ښه نه دی.
که څه هم ځايي خلک وژل شوي کسان ملکيان بولي خ د فراه د امنيې قومندانۍ ویاند محب الله محب بيا وايي، بريد د بې پيلوټه الوتکې له خوا شوی او په پيښه کې وژل شوي کسان ټول طالبان دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه ليکي، په ياده سيمه کې د ۳۰۳ډوله موټرو پر نمايندګۍ بمبار شوی چې شپږ تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي، درې ټپيان دي، په وينا يې ګډو عسکرو ملکيانو ته مالي زيانونه هم اړولي دي.
له تيرو څو مياشتو راهيسې د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د ګډو ځواکونو په بمباريو، بې پيلوټه بريدونو او چاپو کې د ملکي خلکو د وژنې لړۍ روانه ده چې وخت ناوخت پکې دولتي عسکر هم د بريدونو هدف ګرځي خو تر اوسه د دغه تلفاتو د مخنيوي په اړه چارواکو، مسؤولينو او یا هم بشري بنسټونو لازم اقدامات نه دي کړي.