سپاه پاسداران کویټ او بحرین کې د امریکا پر ۸۵ پوځي اهدافو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” اعلان کړی، چې د امریکا پر پوځي اهدافو یې په کویټ او بحرین کې بریدونه ترسره کړي دي.
د سپاه پاسداران په وینا، د دغو بریدونو په ترڅ کې یې د امریکا ۸۵ پوځي اهداف په نښه کړي دي. ایراني چارواکو ویلي چې دغه عملیات د امریکا د وروستیو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.
راپورونه وايي چې په کویټ او بحرین کې د امریکا اړوند پوځي تاسیساتو باندې د لرې واټن ویشتونکو توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه شوي او د سیمې هېوادونو د هوايي دفاع سیستمونه فعال کړي دي.
تر اوسه د امریکا له لوري د ایران لخوا د دوی د ۸۵ هدفونو و ویشتلو د ادعا په اړه بشپړ تایید نه دی خپور شوی، خو واشنګټن او سیمهییزو هېوادونو ویلي چې د بریدونو د مخنیوي لپاره یې دفاعي اقدامات کړي دي.
د ایران او امریکا ترمنځ د تازه پوځي نښتو له امله په خلیجي هېوادونو کې اندېښنې زیاتې شوې دي او نړیوالې څارونکې ادارې د وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکوي.



