ولسمشر غني له هغه چا سره کتلي، چې ده ورته د “خره زو” خطاب کړی وو

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۷ غبرګولي، ۱۳۹۸)

ولسمشر غني په بریتانیا کې له هغه کس سره لیدلي چې ده ورته د خره د بچي خطاب کړی وو.

دا کس د بریتانیا هیواد د بین المللي انکشاف وزیر روري سټیوارټ دی.

اشرف غني تر ولسمشر کیدو مخکې روري سټیوارټ ته په یوه وینا کې د “خره زو” خطاب کړی وو.

ولسمشر غني په یوه وینا کې د روري ستیوارټ د هغې خبرې په ځواب کې چې نوموړي په یوه کتاب کې لیکلې وه”افغانستان پریږدئ چې دریارلسم قرن ته ولاړ شي” ویلي وو ” د خره زو! افغانستان هېڅکله هم په دریارلسم قرن کې نه وو”

دا دوهم ځل دی چې ولسمشر غني ده ته د خره زو له خطاب وروسته ګوري.

په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر غني د هغې وینا ویډیو او اوسنۍ د لیدنې انځورونه لاس په لاس کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button