شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

قلم د تورې محافظ او که توره د قلم محافظه؟!!

محمود نشرونکی: محمود
جون 17, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
84
ځلې شریک شوی
1k
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

غورځنګ

په اوسني عصر کې د اسلامي نړۍ زياتره لوستي ځوانان او زده کړيالان په دې باور دي چې ګواکې په اوس د قلم وخت دی د توپک او تورې زمانه پخوانۍ وه او تېره شوې ده نو لهذا اوس بايد د تورې په ځای لاسونه له قلم سره اشنا شي. او توره او توپک بايد پر ځای پرېښودل شي.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

دغه ځوانان په دې باور دي چې نن سبا د هر څه او هر شخص حفاظت بايد په قلم سره وشي. نه په توره او توپک. ځکه دوی په دې باور دي چې غرب يوازې او يوازې په قلم سره پرمختګ کړی او تر دې ځايه پورې رسېدلی دی.

خو که حقيقت ته نظر وکړو، نو اول خو بايد ووايو چې اسلام  د نورو اديانو په څېر يوازې د يوې زمانې او يوه وخت دين نه دی او نه هم د يوې ډلې يا يوه قوم د خلکو لپاره راغلی دی، بلکې د ټول بشريت لپاره راغلی دی او د ټولو اسماني اديانو مجموعه ده.

همداشان لکه څنګه چې اسلام د ټول بشر لپاره راغلی اسماني دين دی نو په همدې شکل د ټول بشر لپاره ځانګړي او هر ډول قوانين لري. چې د دې دين تر ټولو قوي سرچينه قرآن دی، او دا قران يو داسې کتاب دی چې په هېڅ صورت او هېڅ وخت کې تغير او تبديل نه مني، نو په دې خاطر په هره زمانه کې بايد ټول خلک چې په دې قرآن باندې ايمان او يقين لري؛ د اسلام چوکاټ او چارچوب ته ځانونه برابر کړي.

يعنې له خپلو ځانونو څخه بايد ځيږه خنډونه چې له اسلام سره په ټکر کې وي، لرې کړو او ځانونه ورته پوره وتراشو.

په همدې ترتيب قلم او توره هم دی. چې قلم او توره دواړو سره لازم او ملزوم دي، يعنې اسلام د قلم پواسطه انسانانو ته د علم او د تورې پواسطه انسانانو ته د جهاد فی سبيل الله توصيه کړې ده او کوي يې هم..

نو که چېرته مونږ مسلمانان په خپل زړه قلم ته ترجېع ورکړو او توره يا توپک شاته وغورځوو، نو دا به له اسلام سره ستره جفا او ناځواني وي. چې په هېڅ ډول به د بښنې وړ نه وي.

اوس راځو دې ته چې قلم او توره يا توپک په خپلو کې څه روابط لري؟ او يا هم که چېرته توره نه وي او قلم موجود وي نو څه به پېښ شي؟

قلم لکه څنګه چې د تورې محافظ دی بايد وهم بلل شي، يعنې داسې بايد نشي چې قلم د تورې محافظ وبلل شي. ځکه که د اوسنۍ زمانې حالاتو ته پوره ځير شو او د زړه په سترګو ورته وګورو نو وبه وينو چې مسلمانان پکې تر بل هر وخت ذليل او خوار دي او له هرې خوا پرې کفارو تورتمونه جوړ کړي دي، چې د دې يوازېنی علت او وجه دا ده چې مسلمانانو د خپلو اسلافو توره غورځولې ده او يوازې د قلم په اخيستلو باندې يې اکتفاء کړې ده، که نه په اصل کې داسې نه دی، که موږ مسلمانان  د خپلو اسلافو تاريخ ته ځير شو نو پکې وبه وينو چې اسلافو مو توره د قلم محافظه بلله او يوازې په قلم يې اکتفا نه کوله نو ځکه خو يې په ټوله نړۍ راج هم چلولو.

چې غوره بېلګې يې د صحابه کرامورضی الله عنهم خلافتونه، د امويانو او عباسيانو خلافتونه او همداشان د عثماني ترکيې خلافت دي. چې نږدې په ټوله نړۍ يې راج چلولو او کله چې ياد شوي خلافتونه په اسلامي نړۍ باندې قائم وو نو کافرانو به مسلمانانو ته په کږه نشوای کتلی خو له بده مرغه له کومه وخته مو چې دغه شعار منلی چې له تورې قلم غوره دی، نو له هماغه وخته مو د ذلت شپې او ورځې هم پيل شوي دي.

او دا دی لا تر اوسه د دغه شعار د خپلو سزا ګالو. او له همدې امله مو د خويندو عزتونه لوټېږي، وروڼه مو په ډېر بې درېغه شکل په شهادت رسول کېږي. په داسې حال کې کافران په ځغرده جنګي سامان الات او نور وسائل زمونږ په خلاف تياروي او په مختلفو محاذونو کې يې په غير محاربو مسلمانانو او يا هم محاربو مسلمانانو باندې کاروي او د هر ډول وسلې ازموينه پرې کوي، خو له بده مرغه مسلمانان لا هم دغه شعار ته د پاک او سپېڅلي شعار په نظر ګوري چې نن سبا زمانه د تورې او توپک نه بلکې د قلم زمانه ده.

نو راځئ! لږ تحليل په دې اړه وکړو:

که چېرته له هغو خلکو سره ومنو چې اوسنۍ زمانه د قلم زمانه ده اوتوره بايد په تېکي کې کېښودل شي. نو له دوی نه به يو څو پوښتنې وکړو:

۱ــــ دا دی مسلمانانو خو دا خبره منلې ده چې نن سبا زمانه د تورې او توپک نه بلکې د قلم زمانه ده، خو هغه کفري قوتونو به څوک په دې قانع کړي؟ چې هره ورځ يې د جوړو شوو اسلحو پواسطه په مختلفو مماملکو کې مسلمانان له منځه ځي. او ان تر دې چې د درد اوښکې هم پرې څوک نه تويوي؟

۲ـــ  مسلمانانو خو دا دی همدا شعار منلی دی نو ځکه خو يې په ترڅ کې که چېرته کوم غيرتي مسلمانان له بل مسلمانان ورور سره د مرستې لپاره غږ پورته کړي نو همدغه مسلمان حکومتونه يې اول له منځه وړي او ورته وايي چې ته بنيادګر، دهشتګر، ترهګر او دهشت پرست يې! نو دا قوانين او شعار به کفارو ته څوک ورسوي؟ چې اوسنۍ زمانه د تورې نه بلکې قلم ده، په داسې حال کې چې کفار لا هم ډول ډول وسلې جوړوي او پرې لګيا دي.

۳ـــ  د دې شعار ويونکي د دې شعار په اړه معلومات لري؟ چې دا شعار له کومه شوی دی؟ د چا لخوا رامنځته شوی دی؟

۴ــ که چېرته دا شعار د مسلمانانو لپاره ښه شعار وای او د مسلمانانو په ګټه تمامېدی نو ولې مو اسلافو دغه شعار نه خپلاوه؟ ولې مو اسلافو دغه ډول ژوند نه تېرولو؟

۵ــــ تېر تاريخ وګورئ! کله مو چې دغه شعار منلی له هغه وخته مخکې چې دغه اوسنی شعار مو نه وو منلی، مسلمانانو په کوم ډول حالاتو کې قرار درلود؟

۶ــ د دغه شعار له منلو څخه مخکې به مسلمانانو په کفري هېوادونو جزيې ايښودلې، خو اوس زمانه کې دې څوک دا ثابته کړي چې پلانکی اسلامي هېواد له پلانکي کفري هېواد څخه جزئيه اخلي؟

۷ـــ جزئيه چې د مسلمانانو د پيغمبر (حضرت محمد صلی الله عليه وسلم) ميراث دی او راوروسته مسلمانانو به هم له کفارو څخه د خپلې تورې په زور اخيستله، خو اوس يې چې کفار له اسلامي هېوادونو څخه اخلي، نو لامل يې څه دی؟ ايا لامل يې دا شعار نه دی چې ګواکې اوس د قلم وخت دی نه د تورې؟؟

نو هغه خلک چې د کفر د خدمت لپاره دغه ډول پوچ او بې معنا يا هم د مسلمانانو په تاوان شعارونه وړاندې کوي لږ دې ويښ شي او د شعار د اورېدلو په اړه دې لومړی فکر کوي او بیا دې شعار ورکوي.

نو په پای کې ويلی شو چې توره او توپک د قلم محافظه ده او قلم د تورې محافظ نشي کېدی، يا هم بايد ووايوتوره او توپک د قلم احاطه ده او د دې پواسطه د اسلام د چوکاټ دفاع کېږي. نو ځکه وايو چې توره د قلم محافظه ده.

لوی ټکي: اسلافتوپکتورهقلممحافظ
مخکینې مطلب

د ولسي جرګې؛ پخواني وکيلان لاهم مجهزدي، او د وسلو تسليمي ته نه حاضريږي

بل مطلب

تازه خبر ! دمصر پخواني ولسمشر په روغتون کې ساه ورکړه

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com