کابل ټکی کام ( دوشنبه ، ۲۷ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دروېټرزپه شمول يوشمېر مصري رسنيو راپور ورکړی چې د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي په روغتون کې ساه ورکړې.
راپور زياتوي چې نوموړي د محاکمې پر مهال ،د خبرو کنټرول له لاسه ورکړ، او روغتون ته له رسېدو سره سم يې ساه ورکړه.
ښاغلی مرسي چې د اخوان المسلمین له مشرانو و په ۲۰۱۳ کال کې په یوه پوځي کودتا کې له واکه وغورځول شو.هغه په دې تور چې په ۲۰۱۲ کال کې ولسمشرۍ سیالۍ ته یې غوښتنلیک کې ناسم معلومات ورکړي ول.
ښاغلی مرسي چې په ډيموکراټيک ډول د مصر لومړی ټاکل شوی ولسمشر و، د واکمنۍ پر وړاندې يې له پراخو لاريونو وروسته د پوځ له لوری لرې کړی شو.
دی پر دې هم محاکمه کېده چې د ادعاوو له مخې په ۲۰۱۲ کال یې له ولسمشرۍ ماڼۍ بهر د لاریون کوونکو وژنه پارولې وه.
مصريان څه د پاسه دری لسيزې تر بيړني حالت لاندې، چې امنيتي ځواکونو ته لا ډېر واک ورکوي، اوسېدلي تر هغه چې ولسمشر حسنی مبارک د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ کې د پراخو احتجاجونو پايله کې واک پرېښودو ته اړی کړای شو.
محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال د جون میاشتې په ۳۰ نېټه ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته مصر کې د یوه مذهبي ګوند اړوند لومړنی ولسمشر وټاکل شو.
نوموړي نن دوشنبه دغبرګولي په ۲۷ مه روغتون ته له رسېدو سره سم خپله ساه ورکړه


















