سهیل شاهین: امریکا منلې چې ټولې قواوې به وباسي، دا یو مهم پرمختګ دی

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۸غبرګولي، ۱۳۹۸)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټ کې ویلي، امریکا راسره منلې چې ټولې قواوې به له افغانستانه وباسي.

د شاهین په خبره، کله دا پوښتنه کیږي چې په مذاکراتو کې کوم پرمختګ راغلی نو په وینا یې چې په مذاکراتو کې امریکا د ټولو قواوو د وتلو خبر راسره منلې ده.

دی وایي، امریکا همدا رنګه وعده کړې چې په اینده کې به په افغانستان کې هېڅ ډول مداخلې ته زړه ښه نه کړي.

“‏کله دا پوښتنه کیږي چې په مذاکراتو کې څه پرمختګ شوی، نوپه مذاکراتو کې امریکا منلې چې خپلې ټولې قواوې به باسي او په راتلونکې کې به په افغانستان کې هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مداخله نه کوي”

د شاهین په ټکو چې دا یو ښه پرمختګ دی.

سهیل شاهین دا خبره په داسې حال کې کوي چې ممکن په نږدې راتلونکي کې امریکایي مرکچیان یو ځل بیا په قطر کې له طالبانو سره د خبرو لپاره میز ته حاضر شي.

ویل کیږي چې اووم پړاو خبرې به ډیرې مهمې او برخلیک ټاکونکي وي.

مربوطه مطالب

Back to top button