کرکټ نړیوال جام: انګلینډ افغانستان ته ۳۹۸ منډې هدف وټاکه

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۸غبرګولي، ۱۳۹۸)

د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نن د افغانستان او انګلینډ ترمنځ لوبه روانه ده.

د ننۍ لوبې پچه انګلینډ وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

انګلینډ د ۵۰ اورونه مکمل ولوبول او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۹۷ منډې جوړې کړې چې په دې سره یې افغانستان ته ۳۹۸منډې هدف وټاکه.

په افغان لوبغاړو کې ښه توپ اچونه ګلبدین نائب او دولت ځدراڼ وکړه او دواړو درې درې لوبغاړي وسوځول.

ولسمشر غني هم ننۍ لوبې ته ورغلی او ننداره یې کوي.

افغانستان دا مهال توپ وهنه کوي، درې اورونه شوي، یو لوبغاړی سوځیدلی او شپږ منډې جوړې شوي دي.

دا په نړیوال جام کې د افغانستان پنځمه لوبه ده چې کوي یې، تر دې وړاندې یې څلور لوبې بایللي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button