عياد العتيبي: دسعودي په خاوره دانصارالله ډلې بريدونه دمنځني ختيځ امنيت ته سترګواښ دی

کابل ټکی کام ( سه شنبه ، ۲۸ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د کویټ استازی عیاد العتیبي وایي، د سیمې د امنیت او ثبات لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي.
هغه تهديدونه چې سعودي ته راپيښ دي، بايد له منځه وېوړل شي.
هغه ویلي د سعودي پر خاوره د انصارالله ډلې بریدونه د منځني ختیځ امنیت، وحدت او ثبات ته ستر او خورا جدي ګواښ دی.
هغه زياته کړې، دی به هڅه وکړي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سره په ګډه دا بریدونه وغندي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سعودي پر خاوره څو ځلې توغندي توغول شوي او په دې هېواد کې د تېلو پر کښتیو هم بریدونه شوي دي چې د سعودي او امریکا په خبره ددې برید تر شا ایران لاس لري
بلي خو ا بيا ایران دا تورونه رد کړي، او زياته کړې يې ده چې دامريکا دېته ورته څرګندونې دشخصي تضاد او رقابت ښه ښکارندويي کوي.



