غورځنګ
دا چې په دې لیکنه يا مقاله کې مونږ د مرسي له سوانحو سره کار نه لري او نه يې هم د ژوند بايوګرافي څېړو نو ځکه خو ورنه تېرېږو يوازې دومره اکتفا کوو چې د ده له نوم سره نږدې ټوله اسلامي نړۍ اشنا ده.
محمد مرسي چې خپله ټول ژوند په مصر کې د دې لپاره وقف کړی وو تر څو په مصر کې اسلامي نظام راولي او که هغه په هره لاره وي خو نوموړی بايد خپل مقصد ته پرې ورسېږي. نو له همدې امله يې ژوند هم په دې وروستيو کې څه ناڅه تريخ وو.
محمد مرسي چې تقريباً د 2012 م کال د جون په مياشت کې د جمهوري رياست د مهم رکن يعنې انتخاباتو له لارې په مصر کې واک ته رسېدلی وو. د ده ټوله هڅه دا وه تر څو په مصر کې يو ځل بيا اسلامي نظام راولي او په مصر کې هغه قوانين چې فرانسوي ناپيليون جوړ کړي دي او دلته يې د تعميل لپاره خپل غلامان ورته روزلي دي، د مصر په مسلمانانو باندې يې عملي کړي، چې د ناپيليون دغه ناپېيلي قوانين تر پوه حده د مصر په مظلومو مسلمانانو باندې عملي شوي هم دي.
دا چې په جمهوريتونو کې انتخابات يوه قانوني کړنلاره بلل کېږي او وخت هر وخت په هر هېواد کې له وسله والو مخالفينو او يا هم ډلو ټپلو څخه غوښتنه کېږي چې بايد وسله پر ځمکه کېږدي او د انتخاباتو قانوني لاره غوره کړي. نو محمد مرسي هم له همدې قانوني لارې ځان جمهوري رياست ته روساوه، چې په ډېر جوش او خروش سره يې خپل برياليتوب ولمانځه او خپل هغه مبارزين چې له ده سره يې په دغو ټولو هلو ځلو کې مرستې کړې وې، ډېر خوشحاله ښکارېدل، لنډه دا چې يو کال وروسته د جولای د مياشتې په سر کې د سيسي له لوري ه خورا ظلم او قساوت سره له واکه لرې کړی شو، او نېغ زندان ته ولېږدول شو. چې دای دی تر پرونه پورې يې په زندان کې شپې او ورځې تېرولې، خو پرون ورځ يې له نړۍ سره د د الوداع ورځ وه.
محمد مرسي چې د جمهوريت د قانون له لارې واک ته رسېدلی وو، نو په دې اساس په جمهوري قوانينو کې پرې هېڅوک هم کوم جرم نشي ثابتولی، بلکې د يوه رئيس جمهور په حيث د انتخاباتو له لارې واک ته رسېدلی وو. خو له بده مرغه کوم جمهوري قوانين چې د غرب له لوري اسلامي نړۍ ته راغلي دي، يو هم خپل جمهوري قوانينو ته وفادار نه دی بلکې په خپلو جمهوري قوانينو پښې ږدي او تر پښو لاندې يې کوي.
محمد مرسي په داسې حال کې بندي کړی شو چې د يوه هېواد رئيس جمهور و او په دومره ظلم او وحشت سره يې په زندان کې ژوند تېرولو چې قلم يې له ليکلو څخه عاجز دی، او بيا د جمهوريت تر ټولو سخته ناځواني دا چې په مصر کې يې جنازې ته هم څوک پېنښودل شول بلکې جنازې يې يوازې د کورنۍ څو غړو په زندان کې اداء کړه او بیا يې د خپلې کورنۍ څو تنه غړو خاورو ته وسپارلو.
چې دا د جمهوريتونو ناځواني ده.
په داسې حال کې چې محمد مرسي د جمهوريت د قانون له لارې واک ته رسېدلی وو او بيا هم د جمهوريت د قوانينو پر خلاف بل واک راپاڅېږي او له غير قانوني لارې څخه ځان واک ته رسوي او قانوني جمهور رئيس په خورا وحشت سره په زندان کې اچوي.
نو هر کله چې د جمهوريت پلويان خپل قوانين تر پښو لاندې کوي او هېڅ ډول زمنتيا نه ورته لري، بيا ولې نورې وسلوالې ډلې او اسلامي ډلو ته خطاب کوي چې راشئ! او د انتخاباتو له لارې ځانونه خپلو موخو ته ورسوئ؟!
د انتخاباتو له لارې خو مرسي هم واک ته ورسېده نو ولې پرېنښودل شو چې خپل اهداف تطبيق کړي؟
ولې په خورا ظلم او وحشت سره زندان ته واچول شو؟
ولې يې څوک جنازې ته نه پرېښودل کېږي؟ او ولې يې پلويان د فاتحې مراسمو ته نه پرېښودل کېږي؟
په داسې حال کې چې د جمهوريت د قانون پلي کوونکي پخپله د جمهوريت د قوانينو نقض کوونکي هم دي، نو بيا له وسلوالو څخه په کوم دليل غواړي؟ چې جمهوري نظام له لارې دې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي؟
او ولې له وسله والو څخه د عدم تشدد د مبارزې د پيلولو غوښتنه کوي؟ دغه ډول مبارزه خو محمد مرسي هم کوله! محمد مرسي خو نه وسله اخيستې وه او نه يې خپلو پلويانو ته دوسلې د اوچتولو غږ کړی و. بيا نو ولې پرېنه ښودل شو تر څو خپلو اهدافو ته ځان ورسوي؟
نو په ټوله کې ويلای شو چې په زندان کې د محمد مرسي مړينه او وفات د جمهوري قوانينو تر پښو لانې کول دي.
او په دې سره جمهوريتونو وښودله چې دوی خپل مخالفين په هر وخت کې ځپي او هېڅ بښنه نه ورته کوي که په هر حالت کې وي. ولو که جمهوري قوانين هم ومني او يا هم د انتخاباتو لار غوره او يا هم د عدم تشدد فلسفه خپله کړي خو د جمهوري قوانينو پلي کوونکي يې په خپل نظام کې هم نشي زغملای.
او په پای کې د يوه مسلمان په صفت د اسلامي نړۍ په ټولو وسله والو ډلو غږ کووم چې د جمهوريتيانو په پوچو شعارونو خطا نه وځئ! او خپله وسله په هېڅ صورت کېنه ږدئ! بلکې لا يې قوي کړئ! او خپلو دښمنانو او جمهوريت پلوو ته لا سخت ګذارونه ورکړئ! ځکه چې دا د کفر په لاسونو روزل شوې نانځکې د هېڅ ډول قوانينو تابع نه دي او نه هم هېڅ قوانين پېژني بلکې دوی يوازې هغو قوانينو ته ژمن دي کوم يې چې د بادار خوښه وي.
همدارنګه مسلمان ليکوالان دې هم خپل مسؤوليت اداء کړي او د مسلمانانو د راويښولو لپاره دې خپل سرونه په تلي کې ونيسي او په دې لاره کې دې هر ډول قربانۍ ته چمتو واوسي. تر څو پورې اسلامي امت نور د جمهوريتونو له کينسر مرضونو څخه خلاص شي.
او دا هم په پوره ډاډ سره ويلای شم چې تر هغو پورې به په مسلمانانو کې اتفاق او يووالی رانشي تر څو پورې چې جمهوريتونو ختم نشي او تر کومه پورې چې جمهوريتونه په اسلامي نړۍ باندې حاکم وي، په هېڅ صورت به مسلمانان ښه ورځ ونه ويني.
















