کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۹غبرګولي، ۱۳۹۸)
مخکښ امریکا سناتور برني سندرز د امریکا لخوا پر ایران د احتمالي برید په اړه ویلي چې پر ایران د برید مخنیوی به کوي.
سندرز په عمان کې د تیلو په کښتیو وروستي برید ته هم ګوته نیولې او ویلي یې دي چې د دې بریدونو صیي او جدي پلټنه دې وشي چې رښتیا هم ایران کړي دي کنه.
دی وایي، پر ایران پرته له اسنادو او شواهدو تورونه لګول په دې هیواد برید ته داسې پلمه لټول دي لکه امریکا چې په عراق او ویتنام برید ته څنګه پلمې جوړې کړې.
دی وایي هغه ټول دروغ وو.
د سندرز په وینا په منځني ختیځ کې چې دا مهال څه روان دي، ماته هېڅ د منلو وړ نه دي او وایي چې په مخنیوي کې به یې خپله ټوله هڅه کوم.
سندرز دا خبرې په داسې حال کې کوي چې امریکا په عمان کې د تیلو په کښتیو برید د ایران کار بولي خو ایران بیا دا تورونه ردوي.
امریکا سیمې ته ۱۰۰۰ تنه نور اضافي سرتیري هم لیږلي دي.
چین په دواړو هیوادونو غږ کړی چې حالت کابو کړي؛ ځکه چې روان تاوتریخوالی به سیمه له بې ثباتۍ سره مخ کړي.


















