په ولسي جرګه کې یو ځل بیا په میزونو او څوکیو سره وهل شوي

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۹غبرګولي، ۱۳۹۸)

نن بیا د ولسي جرګې غونډه بې نتیجي او په جنجال سره پای ته رسیدلې ده.

د راپورونو په اساس چې د ولسي جرګې په تالار کې نن بیا د وکیلانو ترمنځ وهل او ډبول شوي دي.

په ولسي جرګه کې د پژواک خبري اژانس خبریال “بصیر فطري” ویلي چې د وکیلانو ترمنځ لومړی لفظي شخړه شوې او له هغه وروسته وهل او ډبول شوي دي.

د فطري په وینا چې د شخړې له امله میزونه او څوکۍ ماتې شوي او غونډه په ګډوډۍ سره پای ته ورسیدله.

تر میاشت زیات وخت وتلی چې د ولسي جرګې په تالار کې جنجالونه او جګړې وې او وکیلان یو پر بل د پیچکشو ګذارونه کوي.

د ولسي جرګې د ریاست پر سر جنګ دی، لا هم د ولسي جرګې برخلیک مالوم نه دی.

د مشرانو جرګې ویلي وو چې ولسي جرګې د عالي شوری نوم بد کړ او په وینا یې چې د ولسي جرګې غړو له ځانونو څخه بدمعاشان جوړ کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button