حوثیانو په یو توغندیز برید کې، سعودي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړی

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۳۰غبرګولي، ۱۳۹۸)
المسیرة تلویزون د حوثي ځواکونو د یوه ویاند “یحیي سیري” له قوله لیکي چې د دوی ځواکونو د سعودي په پوځي تاسیساتو باندې توغندیز برید کړی دی.
د سیري په وینا چې توغندی په خپل هدف لګیدلی او زياتوي چې ګڼ شمیر سعودي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سعودي تر اوسه د دې بریدونو په اړه له رسنیو سره کوم مالومات نه دي شریک کړي.
حوثیان وایي چې د دې برید ویډیو یې هم ډکه کړې او په خبره یې چې ډیر ژر به یې له رسنیو سره شریکه کړي کړي.
د حوثیانو ویاند په سعودي د نورو توغندیز بریدونو خبر هم ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې حوثیان ډیری وخت په سعودي ورته توغندیز بریدونه کوي چې وروستی یو یې په هوایي ډګر وو او زیاته مرګ ژوبله یې واړوله.
حوثیان په یمن کې د سعودي ائیتلاف په مشرۍ ځواکونو سره جګړه کوي او تر ډیره ایران د دوی په ملاتړ تورن دی.



