کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۳۰ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
د کونړ ولایت اوسېدونکي اوچارواکي وايي، دکونړ په یوشمېرسیموکې وسلوالوطالبانو دداعش خلاف کلک تصفيوي عملیات پیل کړي چې په نتیجه کې یې ډېرې سیمې له دوی پاکې شوي دي.
دوی وايي، داعملیات دچپې درې په ولسوالۍ کې روان دي چې د دواړو جنګیالیو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته درانه تلفات هم اوښتي دي.
د کونړ دولتي والي عبدالستار میرزکوال وایي، دا نښتې له یوې اونۍ راهيسې د چپې درې ولسوالۍ او د ماڼوګي ولسوالۍ په لیرې پرتو سیمو کې پیل شوې چې پرون سختې شوي او په نتيجه کې يې ۳۵ داعشيان اویوشمېر طالبان وژل شوي دي.
دغه راز دغو نښتو د ګڼو ولسوالیو سلګونه اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
طالبانو تر اوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي، شاید علت به یې همدا وي چې حکومتي لوری دتېر په څیر یوځل بیا دداعش ملاتړ ته را و نه دانګي.
















