داعش له ننګرهاره تر کونړه! دې استخباراتي پديدې ولې ريښې وکړې؟!

راپورتاژ: عقاب افغان الحنفي
داعش هغه ظالمه اوسخت دریځه ډله ده چې څوکاله وړاندې دعراق اوشام په یوشمېر سیمو کې راوټوکېده.
دې ډلې په اوائلو کې یوشمېر اسلامي، احساساتي، اوپارونکي شعارونه له ځانه سره لېږدول.
له شام اوعراق څخه علاوه ددې وريتؤنکې استخباراتي ډلې حقائق چاته نه وو څرګند، ځکه نو نورو له کفري وحشت څخه په تنګو مظلومومسلمانانو دنصرت اوکامیابۍ دعاوې ورته کولې.
دافغانستان مظلومو مسلمانانو به هم دداعش ډلې ویډیوګانې کتلې، اوددې آرمان به یې کاوه چې کآآش موږ هم دغسې مدافعین لرلای!
زموږ خولې لاهم دوی ته په دعاوو وې چې دسوریايي، شامي، اوعراقي مجاهدینو تر مریو ورسېدل، اوخپلې چړې یې د جبهة النصره او القاعدې مجاهدینو په وینو سرې کړې.
هماغه وخت مو زړونو ټکان وخؤړ، خوموږ به په همدې تکیه کوله چې شاید داکومه محدوده ډله وي، اوغواړي چې دداعش خوځښت بدنام کړي.
موږ له اوله تر آخره په غلطه وو، اوخپلې معصومې لپې مو داسلامي سپاهیانو پرځای فرعوني سپاهيانو ته جګې کړې وې!
رب دې ددغو تېروتنو معافي راته وکړي.
هماغه وو چې دې پدیدې په ننګرهار کې سر راپورته کړ، اودخراسان ترنام لاندې یې دخپل فعالیت اعلان وکړ.
دلږ وخت په تیرېدو سره ننګرهار دیو شمېر وحشتونو ښکار شو.
سپین ږیري یې په بمانو کېنول، ماشومان یې په منځ دوه ځایه کړل، کلي یې وسوځؤل، اودخلکوښځې یې په زور له ځانه سره بوتلې.
طالبانو دداعش مشر ابوبکرالبغدادي ته خط ولېږه، لیک کې یې ورته وویل چې په یوکور کې دوه رهبران ژوند نشي کولای، که تاسې یاست همدالته ښه یاست، موږ دډېرو تنظیمو ناکامې تجربې لرو.
خوهغوی هیڅ توجه ونکړه، له دې وروسته داعش دطالبانو خلاف خپل جګړییز فعالیت پیل کړ.
هغه طالبان یې مشرکان یاد کړل چې نړیوال یې ددوو امپراطوریو ماتونکي بولي.
ننګرهار یې له خپلې وحشې تورې لاندې ونیوه، دخلکومالونه یې غنیمت ګڼل، هدیرې یې دشرک مراکز بلل؛ لسګونه قبرونه یې والوځؤل.
دامارت اسلامي نظامي مسئولینو مرکزي دارالافتاء ته استفتاء ولېږله، دارالافتاء دشل ورځو له تحقیق وروسته په بې پري توګه فتوا ورکړه چې دا خوارج دي، تاسې د اقدام اودفاع حق لرئ.
داعش وروسته له ننګرهار څخه دکونړ په یوشمېر سیموکې فعالیت شروع کړ ، موږددغې پديدې به اړه له یوشمېر حکومتي، طالبي، او ولسی وګړو سره خبرې وکړې؛ خوټولوپه یوه خوله دا ظالمه ډله دامریکا بله جنګي ډله یاده کړه.
دطالبانو دحلقې له یوهیئت مو وپوښتل چې داعش ولې دومره مقاومت کوي، اوولې یې خپل فعالیت له کم ولسي ملاتړ سره سره پراخ کړ؟
حال داچې طالب اوملت یې پر وړاندې سنګر نیولی، امریکا او دولت یې هم دمخالفت شعار بدرګه کوي.
نوموړي په څرګنده توګه راته وویل چې داعشیان دننګرهار له تنګیو څخه راښکته شي، په طالبانو برید وکړي، ساحې ترې ونيسې، همهاله دولت اوامریکایان پرې چاپه ووهي داعش بېرته دتنګیوپه لور له مهماتو سره مله وشړي، او ددویم تنګي لپاره ورته دامادګۍ امر وکړي، نیول شوې ساحې په اربکیانو وپوښي.
دې محترم چې نه یې غوښتل نوم یې څرګندشي، په صراحت راته وویل چې داد امریکا دوهمه اربکۍ حربه ده چې داسلام په جامه کې یې په ملت وتپله.
دې پديدې دهمدغو تنګیو له لارې کونړ ته هم ریښې وکړې چې کونړ یې هم دخپل وحشت ښکار کړ، اوپه لسګونو ظلمونه یې وکړل چې قلم یې له لیکلو عاجز دی.
طالبانو تردې وړاندې په کراتو، مراتو ددې فتنې دحذف په پار عملیات وکړل خو هرځل دخارجیانو له لوري دطالبانو خطوط تر بمبار لاندې ونیول شول.
دننګرهار ولایت یو وکیل په پارلمان او یوشمېر دولتي رسنیوکې په ښکاره ډول وویل چې امریکایان دداعش په سیموکې دچاپې په بهانه داعش اکمالوي، که مخه یې ونه نیول شي؛ بشري ناورین به رامنځته شي.
ولسي وګړي هم وايي چې داعش دامریکا پټ پوځ دی، که غواړئ چې امریکا له شکست سره مخ شي دا لېونۍ فتنه ختمه کړئ.
اوس طالبانو هم ددې پديدې ختمولو ته مخه کړې.
داچې اعلان نکوی بنیادي علت یې همدادی چې هسې نه ددرزاب په رقم یوځل بیا دا دجالي لښکر دطالبانو له محاصرې خلاص کړي.
طالبانو له یوې هفتې راهیسې دکونړ په دعشیانو جګړه شروع کړې، یوشمېر درې یې له داعشیانو نیولي، جنګیالي یې ور وژلي، ټپي کړي اونیولي دي.
ځايي خلک وایی چې داعشیانونه کړنګل، کلایګل اودشوړیک درې یوشمېرسیمې نیول شوي اودنورو سیمودتصفیې لپاره دامارت قطعات رارسېدلي چې ژر به دغه ولایت په ټولیزه توګه له دغې فتنې پاک شي.
ملت ته موپکار ده چې دطالب قطعاتو کلک ملاتړ وکړي ترڅو چې دا دویمه امریکایي اشغالګره حربه له خاورو سره خاورې، اوملت مو دامن، اوسوکالۍ ساه واخلي.



