پوتین وایي، د امریکا لخوا پر ایران لګیدلي بندیزونه بې بنیاده دي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۳۰ غبرګولي، ۱۳۹۸)
روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا لخوا پر ایران لګول شوي بندیزونه بې بنیاده بولي.
ولادیمیر پوتین د امریکا او ایران په کړکیچ کې د ایران پلوي کوي، دی وایي چې ایران په اتومي معاهدو کې په خپلو کړیو ژمنو ولاړ دی خو د امریکا لخوا پر دغه هیواد بندیزونه بې بنسټه دي.
پوتین په یوه تلویزوني وینا کې د امریکا لخوا پر ایران د احتمالي برید په صورت کې ویلي چې دا برید به په منځني ختیځ کې حالت ډیر خراب کړي.
دی وایي چې د امریکا او ایران جنګ به د منځني ختیځ لپاره بدې پایلې ولري.
پوتین دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په هورموز تنګي کې امریکا او ایران سره ښکر په ښکر دي.
ایران د امریکا د یوې څارګرې الوتکې د ویشتلو ادعا هم کړې خو امریکا یې بیا ردوي او وایي چې په نړیوالو اوبو کې د دوی یوه الوتکه ویشتل شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبر ورکړی، که ایران خپلو کړنو ته دوام ورکړي نو سخت به پوروړی شي چې په وینا یې بیا به یې پرې کول ورته یو سخت کار تمام شي.



