نيويارک ټايمز: ټرمپ پرون پر ايران د نظامي بريد امر وکړ؛ خو لنډه موده وروسته يې لغوه کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۳۱)

ټرمپ وروسته له هغې پر ايران د نظامي برید امر ورکړی و چې ایران په هورمزان ولايت کې د امریکا یوه بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړه.

پرون د ايران سپاه پاسدران ځواک ادعا وکړه چې د ايران یوه جاسوسي الوتکه د دغه هيواد سرحد ته داخله شوه او د ايراني ځواکونو له خوا وويشتل شوه.

امریکا وايي، الوتکه يې په نړیوالو اوبو کې لويدلې خو د ایران د بهرنيو چارو وزارت وايي چې امریکايي الوتکې د ایران له فضايي حريم تیری کړی و او د دوی حدودو ته داخله شوې وه.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي، د امريکا د جاسوسي الوتکې تر نسکوريدو وروسته پرون ولسمشر ټرمپ پر امریکا د نظامي بريد امر وکړ خو پرون تر ماښامه يې دغه امر بيرته لغوه کړ.

د سرچينې په وينا، پرون په سپينه ماڼۍ کې د امریکا امنیتي مسؤولين، ډونالډ ټرمپ او د کانګرس غړو تر سخت بحث وروسته ديپلوماتيکو او پوځي چارواکو د ماذيګر تر اوو بجو پورې د امريکايي ولسمشر د امر انتظار ويست خو د نوموړي د يادې پريکړې له اخيستو وروسته پر ايراني پوځي اهدافو بريد ترسره نه شو.

نيويارک ټايمز ليکي، ډونالډ ټرمپ د ايران په ځينو پوځي هدفونو د بريد امر کړی و چې بايد له لمر پريوتو مخکې ترسره شوی وای.

مربوطه مطالب

Back to top button