(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱)
د راپورونو له مخې، د ميدان وردګو ولايت د مرکز سربيره د دغه ولايت د جلریز ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د دولتي ځواکونو یو لوی بيس او لسګونه پوستې د طالبانو لاسته لويدلي دي.
راپور زياتوي، د مرکز اړوند سيمه کې دولتي عسکرو (د سید رحيم سنګر پوسته، د نالاو پوسته، د تیبې د کلي پوسته، د حاجي حسن د کور پوسته، د کوټې عشرو د کلي او بازار پوستې، د چهار قلعه پوسته) خالي شوي او سيمه د طالبانو لاسته ورغلې ده.
دغه راز د ځايي باوري سرچينو په وينا، په جلريز ولسوالۍ کې د (زیولات) په نوم لوی بيس، د مامکيو د کلي د سر دوه پوستې، د انتن پوسته، د سنګي شاه د کلي پوستې هم دولتي عسکرو خوشې کړي دي.
طالبانو په وروستيو کې په ميدان وردګ کې په دولتي پوستو بريدونه زيات کړي و او وړمه شپه يې په جغتو ولسوالۍ هم بريد کړی و چې عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.
سرچينې وايي، یادې پوستې د طالبانو د بريدونو او عسکرو ته د زياتو تلفاتو اوښتو له ويرې تښتيدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تيرو څو ورځو راهيسې د افغان او امريکايي پوځ مسؤولينو څو ولايتونو په دې موخه سفرونه وکړل چې له ليرې پرتو سيمو پوستې ټولې کړي.
د افغان پوځ یوه چارواکي دادان لونګ وويل، چې افغان عسکرو ته تر ټولو زيات تلفات په پوستو کې اوړي.


















