(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱)
د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار اداره “سیګار” وايي، افغانستان سره د مرسته شويو پيسو د څارنې نه شتون د دې لامل ګرځيدلي چې ډیری پيسې ضایع شي.
د سيګار په وينا، د افغانستان په امنيتي او دفاعي ځواکونو له تيرو اتلس کلونو راهيسې ۸۴ ميليارده ډالره لګيدلي خو لا هم دغه ځواکونه غير منظم دي.
سيګار وايي، په افغانستان کې د امريکا مصرفوونکو پيسو باندې د څار د بيلابيلو بنسټونو تر منځ هماهنګي نشته.
د سیګار په راپور کې راغلي، لکه څرنګه چې امریکا ته لازمه وه هغه ډول يې افغانان په تصميم نيونه کې نه دي دخيل کړي او سستمونه يې له هغوی سره تر مشورو پرته ترسره کړي زياتوي : “افغانانو ته هدایت او خبر ورکول کیده، نه داچې له هغوی څخه د څه شي پوښتنه وشي او یا له هغوی سره مشوره وشي”.
سیګار وايي، دغه چاره د دې لامل شوې چې اوس افغانان له یادو سيستمونو څخه استفاده نه شي کولای او د امريکايانو مرستې ته اړتيا لري.
دغه راز سیګار وايي، اوس مهال د افغان امنيتي ځواکونو د زده کړو او پراخيدو پروګرامونه يې هم ځنډولي دي.
افغانستان ته د امریکا او نورو نړيوالو ځواکونو له راتګ وروسته په بيلابيلو برخو کې لسګونه ميليارده ډالره لګيدلي چې د راپورونو پر بنسټ ډيری يې د فساد او په چارو کې د درغليو له امله بيرته له هيواده وړل شوي دي.


















