پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د خليلزاد ټويټونه طالبانو ته ځواب؟؟ که افغان دولت ته د مورال لوړول!؟

عاصم نشرونکی: عاصم
جون 21, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
12
ځلې شریک شوی
146
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

غورځنګ
دا چې د مذاکراتو په تېرو شپږو پړاوونو کې ډېر څه د ناندريو په شکل تېر شول او ډېرې نادرې او ناولدې خبرې تېرې شوې خو دغو ناندريو او خبرو نه د طالبانو دريځ بدل کړ او نه يې هم د امريکا چلونو او دوکو او فرېبونو ته د عمل جامه ورواغوستله.
د دې ټولو ناندريو تر څنګ کله نا کله بیا د خليلزاد او د طالبانو د وياند تر منځ کله نا کله د ټويټونو مقابله هم تر سره کېږي، چې په دغو اکثره مقابلو کې خليلزاد د تل په څېر بايلونکی ښکاري. مګر پر وړاندې يې طالبان د ټويټ په ميدان کې هم ګټونکي ښکاري.
دغه مقابلې خصوصاً هغه وخت تر سره کېږي چې کله يو پړاو مذاکرات په ختمېدو شي او او يا هم بل پړاو پيل کېدونکی وي، يا هم هغه وخت وي چې خليلزاد د کوم پړاو د مذاکراتو لپاره مختلفو هېوادونو ته سفرونه شروع کړي او يا هم سيمه ييزو او ګاونډيو هېوادونو ته د دې لپاره سفرونه پيل کړي تر څو په طالبانو باندې له هرې ممکنه لارې څخه فشار راوړي.
دغه د ټويټونو مقابله چې پکې خليلزاد هر وخت ملامت ښکاري؛ د شنونکو په باور له ډې ډول ټويټونو څخه د خليلزاد هدف او موخه دا نه وي چې طالبانو ته ځواب ورکړي بلکې هدف يې د کابل شړېدلې ادارې ته د ډاډ او مورال لوړل وي.
د شنونکو په باور کله چې تېره ورځ د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپل ټويټ کې ليکلي وو چې ګواکې امريکا ورسره د خبرو په جريان کې پر دوو مسائلو توافق کړی چې يوه يې له افغانستان څخه د ټولو امريکايي ځواکونو وتل دي او بله يې له ايئنده افغانستان څخه کوم بل هېواد ته د تهديد نه پېښول دي.
خو خليلزاد بيا د طالب د سياسي دفتر وياند د پورتني ټويټ په ځواب کې ويلي وو چې امريکا يوازې د خپلو ځواکونو پر وېستلو سوله نه کوي بلکې د سولې هر اړخ په نظر کې لري، چې هغه اړخونه يې د څواکونو وتل، له افغانستان څخه د نه تهديد مسئله، له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات او بله د اروند مسئله ده.
شنونکي د خليلزاد د دې ټويټ په اړه وايي چې د خليلزاد نوموړی ټويټ طالبانو ته ځواب نه بلکې د کابل ادارې ته د مورال وربښل او لوړل دي. ځکه چې په اوس وخت کې د کابل اداره د منزوي کېدو په حال کې ده او بيخي دغې مرحلې ته نږدې ده، نو د دې لپاره چې د امريکايانو دغه غلامان خپل مورال ونه بايلي؛ خليلزاد يو ټويټ د دې لپاره کوي تر څو ظاهراً يې طالبانو ته د ځواب په شکل وښيي خو په دننه کې بيا دغه ټويټ د کابل ادارې ته د مورال بښل او دا ورفهمول دي چې ګواکې امريکا او ناټو له تاسو سره ولاړ دي او په هېڅ صورت نه غواړي چې ستاسو ګټو ته تاوان ورسوي.
تر دې مخکې هم يو ځل خليلزاد په خپل ټويټ کې له طالبانو غوښتي وو چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي خو طالب وياند بيا په سختو او کلکو ټکو دغه ټويټ وغانده او د ځواب په شکل يې ورته وويل چې خپل دغه خوب اوبو ته ووايه! چې پدې واسطه خليلزاد خپله خبره داسې تعبير کړه چې ګواکې زما د وسلې ايښودلو خبره ټولو ښکيلو اړخونو ته ده او يوازې طالبانو ته نه ده.
نو که په رښتينيې او بې تعصبه توګه د خليلزاد ټويټونه مطالبه کړل او بيا پرې ښه ژوره څېړنه تر سره شي، نو وبه ليدل شي چې د خليلزاد ټويټونه طالبانو ته د ځواب په شکل نه دي او نه هم خليلزاد له خپلو ټويټونو څخه طالبانو د ځواب هدف لري بلکې يوازېنی هدف يې د کابل کاواکه ادارې ته د مورال وربښل دي.
خو هغه د چا خبره جنګ د ډوزو او خبرو کار نه دی بلکې د ډزو او عمل کار دی.
نو که خليلزاد چېرته له خپلو دغه ډول ټويټونو څخه دا هدف لري چې د کابل ادارې عسکرو او د پوځيانو مورال ورلوړ کړي، نو دا خوب دې اوبو ته ووايي، ځکه چې جنګ په تشو خبرو نه کېږي بلکې ټينګ عزم او ايمان غواړي.

لوی ټکي: خلیزاددولتطالبانمورال
مخکینې مطلب

يو ځان شرموي بل قام شرموي

بل مطلب

میدان وردګو کې د زيولاتو بيس او لسګونه پوستې د طالبانو لاسته ولويدې

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com