لیکوال: انجینر مطیع الله حلیمي
که څه هم دا هڅې له ډیره وخته روانې دي چې طالبان اړکړای سي ترڅو دامریکایي یرغل ترسیوري لاندې زیږیدلې اداره په رسمیت وپیژني اویاپه اصطلاح مذاکرات ورسره وکړي. خوکله چې په خپله امریکایان اړسول چې طالبانو ته ګونډه ووهي اود طالبانو په شرایطو مذاکرات وکړي، نوداګومان په یقین بدل سو چې امریکایانو پوره خپله ماته منلې ده اوغواړي چې له افغانستان څخه د شرم او رسوایي په منلو سره خپل ځواکونه پرشاه کړي اوبیرته يې امریکاته ستانه کړي.
خود دې هرڅه ترڅنګ داسې محسوسیږي چې امریکایان غواړي دلته خپلې یولړ اوږدمهالې اولنډمهالې نامشروع ګټوخونديتوب هم ممکن کړي.
چې په دې بهیر کې يې یوه لويه هڅه داده ترڅوطالبان دکابل حکومت سره داسې مذاکراتوته کښېنوي چې داکابل اداره پکې د یومشروع حکومت په حیث مطرح وي اوطالبان دکابل موجوده حکومت یوډول په رسمیت وپیژني.
خوپوښتنه داده چې امریکایان ولې داسې یوه هڅه کوي اوله دې چارې څه موخه لري چې له يوې خوا پښې سپکولوسره غواړي دکابل کيلي طالبانو ته وسپاري اوله بلې خواغواړي طالبان له موجوده ادارې سره خبروته کښیني؟
دپورتنیو پوښتنو په ځواب کې باید ووایم چې امریکایان د دې چارې ترشاه ډیرې ګټې تر نظرلاندې نیولي دي. دبیلګې په څیر یوه لویه موخه يې داده چې په افغانستان کې خپل مالي زیان پر افغانانو وربارکړي او تر نسلونو يې پوروړي وګرځوي.
د مثال په ډول: په افغانستان کې امریکایانو اوملګرو يې سلګونه میلیارده ډالر دخپلو موخو لپاره مصرف کړي او مختلفې پروژې اوپروسې يې پکاراچولي چې دا هرڅه به يې د شکلواورنګینونومونو ترعنوان لاندې ترسره کول او دکابل موجوده ادارې په مرستې ګڼلی او د افغانانو په سمبولیکه نماینده ګۍ به يې دا امریکاپه خوشه چمتوسوي سندونه او تړونونه لاسلیکول…
خوکه نن طالبان د کابل ادارې سره د امریکا له غوښتنې سره سم د مشروع حکومت په حیث مزاکرات وکړي، نومعنا يې د دې ادارې په رسمیت پیژندل دي. نو بیاکه په هیواد کې هرډول اداره او نظام حاکمیت مومي پرځاي د دې چې له اشغالګرڅخه جنګي غرامت واخلي او یا هم حداقل يې د تیریګرو په حیث تاریخ او نړۍ ته ګرم وګرځوي، برعکس همدا یرغلګر به بیا خپل لګښتونه چې د خپلو شومو موخولپاره يې کړي دي پرافغانانوبه يې د پور په شکل ورواړوي او بیابه افغانان خپل پوروړي ګڼي او دا مزاکرات (طالب اودولت ترمنځ) به ددوي لپاره ښکاره اوکلک ثبوت جوړ کړي چې ګواکې دوي ( اشغالګرو) له یو رسمي او مشروع دولت سره د قرارداد اومعاهدې لمخې دافغانستان د ابادۍ په موخه دا لګښتونه کړي چې افغان مقاومت کوونکوهم په رسمیت پیژندلی وو. بیابه نوخدای (ج) مکړه هم به پړه یواو هم مړه.
خودا چې یوشمیرمزدوري رسنۍ او نامعلوم پرلتوال د همدې موخولپاره ګومارل شوي دي او په غولونو، خپرونو او رنګین شعارونو د ولسونوانحراف هڅه کوي او د طالبانو دا مدبرانه سیاسیت د ننګولوپه هڅه بوخت دي چې په حقیقت کې دا د دې مظلوم ولس د بربادۍ او د دښمن په ژرنده آوبه وربرابرول دي اوبس.
خوله بده مرغه یوشمیرساده افغانان هم د داسې تبلیغاتي ډنډورو ترتاثیر لاندې راځي او داسې ګومان کوي چې ګواکې همدا يي د زخمونو ملهم دي او په خوشباورۍ يې بدرګه کوي ، د مثال په توګه نن سبا داسې پروپاګند کيږي چې د طالبانو او دکابل حکومت نه مزاکرات به دتیروکلونو ترخې تجربې تکرار کړي او دکورنيوجګړولامل به شي او هیواد به د ناامنیوشکارسي. خوحقیقت برعکس دی، که موږ لږ جګړې د شکیلوخواوو تاریخ ته دقیق وګورو نو وبه وینوچې د تیرولسیزو د ناخوالواودکورنیو شخړو عاملین دکابل په موجوده نظام کې مهمې برخې جوړوي يعنې دکابل موجوده نظام دکمونستانو،دکورنیوجګړه مارو اوبهرنیوجاسوسانو مجموعه ده بلخوا طالبان په خپل تاریخ کې د کورنیوجګړمارو په لمنځه وړلو،د امینت په راوستلو اود فساد په مخنیوي يې لوی لوی شهکارونه ترشاه لري اوپه حاضروحالتوکې هم د طالبانو اتحاد او یوموټی دریځ اود حاکمیت لاندې سیموکې پوره امنیت راوستل ددې ترجماني کوي چې طالبان اوس هم د دې پوره ظرفیت لري چې ملي وحدت په ټینګښت اوملي امنیت په راوستلوکې بې ساري ګامونه واخلي. په همدې حال کې دکابل په نظام کې برخوال دخپلې مخینې په څیراوس هم دوه په یوه لاره نه برابریږي اوټول په دې پوهيږي که دامریکاتوغ همدانن ترې پورته سي نودوي هماغه ۱۹۹۲- ۱۹۹۶م کلونو خلک دي. نوپه همدې اساس که څوک د طالبانو تنازل اود موجوده نظام برخه جوړیدل يې غواړي نوشکاره خبره ده چې دا د افغانستان سوکالي اوامنیت پروړاندې بل یوکرغيړن پلان دی چې غواړي د هیواد اونظام ډیری برخه د فاسدواو جنګسالارانو په واک کې وي …
نوبناً دایولوڅ حقیقت دی چې امریکایان تل په خپلوګټوپسې ګرځي اوخپلي منافع څاري، خوډیری وخت خپلې منافع ترمختلفوعنوانولاندې پرمخ وړي اوله ډالرپالو اوساده ګانوڅخه کاراخلي.
په پاي که ځای لري چې ووايو د طالبانو مدبرانه سیاست او ځیرک زعامت د پوره ستایلو وړ دي چې محدودیتونو سره سره دسیسې شنډوي اوسنګرونه فتحه کوي.


















