د ملت آزار وهلي

انجنير عمير وياړ

کله چې د روسانو او د هغوي د گوډاگيانو پر وړاندې د ملت په ټينگ ملاتړ وسله وال سپيڅلی جهاد پاي ته ورسيد نو جهادي رهبرانو ملت ته شا کړه او د قدرت په نيشه کې داسې ډوب او ورک شول چې صرف ټوپک، پاټک، خپلمنځي جگړې، د خلکو ځورول، چور او تالان اخلاقي بې لاري يې پيژنده او شپه او ورځ په خرافاتو کې لالهانده وو تر دې چې پر اسلام او هيواد صادقو مينانو کوتک او ټوپک ته لاس کړ او د يادو انحرافاتو او منحرفينو د محوه کولو لپاره نه تم کيدونکې مبارزه پيل کړه.

تر دې چې د اسلام او افغانستان دښمنان يې په دې ويره کې واچول چې دغه تحريک رښتيا هم کولاي شي انارشي ختمه او پر ځاي يې يو نمونه اسلامي حکومت په پښو ودروي نو ځکه په اوبو کې ورته خولې شول او لومړي يې پر شفافې حکومتولۍ اقتصادي بنديزونه او ورپسې يې د بشر او د ښځو له حقوقو نه د سرغړاوي او بالآخره يې دغاباز  ترهگرۍ د ملاتړ تورونه پورې کړل او په دې ټولو نارواو يې بسنه ونکړه او د همغو بې لارې شويو جهادي رهبرانو او قومندانانو ملاتړ يې د ډالرو په مقابل کې تر لاسه کړ او صليبي يرغل پر مهال يې ورڅخه د ابزار په حيث استفاده وکړه او ملت د رښتينو استازو پر وړاندې يې د امريکايي صليبيانو سره په يوه صف کې له شرمه ډکه جگړه کې برخه واخيسته او په دې سره يې يو ځل بيا خپله کرغيړنه څېره ملت ته وښوده.

خو اوس چې امريکا خپل وفادار لاسپوڅي د واک او ځواک څښتنان کړل او دا کرغيړنې څيرې يې حاشيې ته کړې نو اوس د هر چا ډول ته گډيږي کله طالبانو ته منډې وروهي او کله مسکو ته او کله هم نورو هيوادونو ته د ځان د بقا په موخه لالهانده دي چې بالآخره نن د هغه هيواد ميلمانه دي چې له تيرو شل کلونو راهيسې يې ورڅخه سر ټکاوه.

او له سره يو ځل بيا غواړې ځانونو ته د بقا چانس پيدا کړي خو دا چې له آزاره چا بازار موندلی ندی نو ډير زر به يې د ملت آزار نور هم ووهي او ذلت او پوپنا کيدا په کندو که به وغورځيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button