کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۲ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د امریکایي رسنیو د راپورونو په اساس امریکا د ایران له لوري د یوې بې پيلوټه الوتکې تر وېشتل کېدو وروسته ددغه هېواد پر ځینو کمپیوټري سیستمونو سایبري بریدونه کړي دي.
راپورونه زیاتوي چې دغه بریدونه د ټرمپ له لوري تایید شوي وو، خو د امریکا امنیتي ادارې ددغه راپور له پخلي ډډه کوي.
سرچینو ویلي چې په دې سایبري بریدونو کې د ایران کمپیوټري سیستمونو ته زیانونه هم اړول شوي دي.
ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خوپرون ایراني رسنیو راپورونه ورکړل چې ایران له خپلو ملي ګټو او ارضي تمامیت څخه ددفاع پوره چمتوالی لري، که امریکا هر رقم اقدام کوي، بالمثل ځواب به وویني.
















