کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۲ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا په خپل رقیب هېواد ایران دسختو بندیزونو ګواښ کړی.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به پر ایران سخت بندیزونه ولګوي او دغه بندیزونه به د ایران د حکومت د رهبرۍ تر بدلون پورې ادامه کوي.
ده دا نه دي ویلي چې په دې بندیزونو کې به څه شی شامل وي، خو ټینګار کوي چې د ایران ډېری سکتورونه به زیانمن کړي.
د امریکا ولسمشر دغه راز ټینګار کړی چې هېڅ وخت به ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړي او په ټول توان به د ایران د ورانکاره فعالیتونو مخه ډب کوي.
دایران او واشنګتن اړیکې وروسته ترهغې ترینګلې شوې چې امریکا ایران له اټومي تړون څخه په سرغړاوي تورن کړ، او وروسته یې یوشمېر بندیزونه پرې ولګول.
دامهال ایران او امریکا داړیکو دترینګلتیا په آخري پړاو کې قرار لري.
















