هرات: د اسلام قلعې په لویه لار دترافیکي پیښې له امله ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۲ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د هرات اړوند د اسلام قلعې پر لویه لاره د ترافیکې پیښې له امله د دوو مېرمنو په ګډون ۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د پولیسو ویاند جیلاني فرهاد ویلي پیښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوې کله چې یوه فیلډر موټر له یوه باروړونکي کماز موټر سره ټکړ کړی دی.
جیلاني فرهاد وویل چې، په پیښه کې د دوو مېرمنو په ګډون څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي او دغه راز د یوې میرمنې او ماشوم په ګډون درې تنه ټپیان دي.
یادونه باید وکړو چې دهېواد په یوشمېر ولایتونو کې دېته ورته ډېرې پیښې رامنځته کېږي چې عمده لامل یې د موټرچلونکو تېز رفتاري او دلارو خرابوالی ښودل کېږي.



