کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
له پروان ولایت څخه یوشمېر سرچینو خبر ورکړی چې وسلوالو طالبانو دسیاګرد ولسوالۍ قولیج دره په مکمله توګه له دولتي تصرف څخه تصفیه کړې .
راپور زیاتوي، بیګاه دشپې ۳ بجې ددې ولايت دسیاه ګرد ولسوالۍ قولیج درې ته طالبان ننوتل او د ډیر کم مزاحمت نه پس یې دټولی درې تصفیه شروع کړه.
قولیج دره چې ډیره ستراتيژيکه دره ده ترماسپښین پورې ۷ کلي تصفیه کړل .
ددې درې اووه کلي لکه ، قري، تنګي، زينال، کره ټه، باکس، قیدخانه، دمبق، چې تقریبا په ۶۰۰ سوه کورونو مشتمل وه په کامله توګه دطالبانو ترتصرف لاندې راغلي.
طالبانو ددې خبر دپخلي ترڅنګ زیاته کړې چې ددې درې دوه نيم سوه کورونه هزاره میشتی دي اوباقي اهل السنة والجماعة دي.
دوی زیاتوي، چې کله هم ددوی قوتونه درې ته داخل شول، ټول عام ولس یې دملاتړ ترڅنګ له امیرالمؤمنین سره خپل بیعت اعلان کړ، اودهررقم ملاتړ ژمنې یې وکړې.
















