کرکټ نړيوال جام: افغانستان نن خپله اوومه لوبه بنګله دېش سره کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳)

ټاکل شوې چې د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې افغانستان خپله اوومه لوبه نن د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان ملي لوبډله نن ۲:۰۰ بجې د ساوت همپټن په ښار کې د بنګله دېش لوبډلې سره د سيالۍ لپاره میدان ته ورځي.

افغانستان وړمه ورځ له هندوستان لوبډلې څخه د یوولس منډو په توپير ماتې ومنله.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نړيوال جام سياليو کې تر دې دمه شپږ لوبې کړي او شپږ واړه يې بايللي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button