(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳)
د بلخ ولايت قومي مخور وايي، چې د دولتي ځواکونو له خوا د طالبانو په نوم عام خلک وژل کيږي او زورول کيږي.
د بلخ ولسوالۍ اوسيدونکو چې پرون يې د اعتراض په ډول د مزار- شبرغان لویه لاره تړلې وه وايي چې د لويې لارې ساتونکي يې کليو او کورونو ته ورځي او د طالبانو په نوم عام خلک وژني.
دوی وايي، دولتي عسکرو يې ژوند تريخ کړی او خپلو کورونو څخه يې کډو کولو ته اړ کړي دي.
اعتراض کوونکي وايي، دولتي عسکرو د یادې ولسوالۍ په علم خيلو کلي کې د عملياتو پر مهال د دغه کلي په بازار کې ډزې وکړې او دوه ماشومان يې ووژل، دوه تنه نور ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي.
د حاجي معراج الدين په نوم د کلي یوه قومي مخور وويل: خلک ولي شهيدان کوي يې، نه دوکاندار راته پريږدي، نه پادوان راته پرېږدي، نه د مدرسې والا راته پرېږدي، نه راته مکتب پرېږدي، خلک بازار ته له ډاره نه شي راوتلی، د هشکو ډزې کوي، دولتي عسکر و، راغله ضربې يې وکړې، دوه ماشومان يې شهيدان کړل.
اعتراض کوونکي وايي، د دولتي ځواکونو د ورته کړنو مخنیوی دې وشي، عاملين دې د قانون منګولو ته وسپارل شي او که دغه چاره دوام پيدا کړي نو دوی به هم خپل اعتراضونه پراخ کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې عام خلک د دولتي ځواکونو پر وړاندې په دې موخه اعتراض کوي چې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي بلکې تر دې مخکې په لوګر، ننګرهار، لغمان او ځينو نورو ولايتونو کې دولتي ځواکونو د طالبانو په نوم عام خلک وژلي او زورلي خو حکومت او مسؤولو چارواکو يې تر اوسه په اړه هیڅ ډول اقدامات نه دي کړي.

















